د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

په افغانستان او ایران کې د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وشوه


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور

په افغانستان او ایران کې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالو څېرو د "جنسیتي اپارټایډ پای ته ورسوئ" کمپاین په پیلولو سره له هېوادونو غوښتي چې د هغه "جنسیتي اپارټایډ" پر وړاندې مبارزه وکړي او پای ته يې ورسوي چې د دوی په یادو هېوادونو کې د ایران او طالبانو حکومتونو له‌خوا ترسره کېږي.

دوی په همدې موخه د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۸مه په ټولنیزو شبکو کې یاد کمپاین پیل کړ.

دا فعالان خپل عکسونه او غوښتنې د "جنسیتي اپارټایډ پای ته ورسوئ" هشتګ په کارولو سره شریکوي.

د فعالانو دا ډله د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غواړي چې جنسیتي اپارټایډ د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپېژني.

د دغه ګډ کمپاین غړو تر دې مخکې د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان غړو هېوادونو ته یو لیک واستاوه چې د بشریت پر وړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون د مسودې د اصلاح او په کې د جنسیتي اپارټایډ یا جنسیتي توپیر د زیاتولو غوښتنه یې وکړه.

د ښځو د حقونو فعالې او د دغه کمپاین غړې هدا خموش ازادي راډيو ته وویل: "دوه جبهې جوړې شوي تر څو وشي کولای په ګډه کار وکړي او په دې لاره کې له افغانستان، ایران او نورو هېوادونو څخه ډېرې ښځې ورسره یوځای شوي تر څو له مونږ سره همغږي شي او په دې لاره کې کار وکړي او مونږ وشو کولای د افغانستان دننه جنسیتي اپارټایډ پای ته ورسوو."

سیاسي فعالې او د "جنسیتي اپارټایډ پای ته ورسوئ" کمپاین غړې فوزیې کوفي ازادي راډيو ته وویل، د افغان مېرمنو محرومیتونو ته په پام سره، له تېرو دريیو کلونو راهیسې هڅه کوي چې نړیوال بنسټونه یې د لیرې کولو لپاره لاس په کار شي.

سیاسي فعالې او د "جنسیتي اپارټایډ پای ته ورسوئ" کمپاین غړې فوزیه کوفي
سیاسي فعالې او د "جنسیتي اپارټایډ پای ته ورسوئ" کمپاین غړې فوزیه کوفي

مېرمن کوفي وايي: "د هغه بنسټونو په ګډون چې جنسیتي اپارټایډ ته کار کوي، نړیوال بنسټونه؛ د بېلګې په توګه د جزا نړیواله محکمه، دوی ټول باید د افغانستان په هکله لاس په کار شي، ځکه له درېیو کلونو راهیسې د افغانستان ښځې او نجونې د کار، زده کړې او ټولو پرمختګونو څخه بې برخې دي او د دې مسئلې اقتصادي او سیاسي پایلو افغانستان ته سخت زیان رسولی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند مرستیال فرحان حق د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ده په ټکو "جنسیتي اپارټایډ" په دغه هېواد کې یوه اساسي اندېښنه وبلله.

دا اندېښنه وروسته له هغې ده چې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ تر دې څو ساعته مخکې، د یاد سازمان د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې په خپل راپور کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی او له عامه ژوند څخه یې د ښځو ایستل د بشریت پر وړاندې جرم او جنسیتي تبعیض وباله.

تر دې یوه ورځ مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو وغوښتل چې د هغو رژیمونو پر ضد د مبارزې د هڅو د پیاوړي کولو په موخه چې په سیستماتیک ډول، د جنسیت پر بنسټ ظلم کوي، جنسیتي اپارټایډ د یوه جرم په توګه وپېژندل شي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته یې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته په ښوونځیو او په پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړې همداشان په ډېرو دولتي او نا دولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار او ځینو نورو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG