د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

پانګونې پر وړاندې خنډونه او ننګونې؛ ځینې سوداګر افغانستان د پانګونې لپاره خوندي ځای نه بولي


ارشیف: په کندهار کې د یوې کارخونې انځور. په دې کارخونه کې پلاستیک تولیدېږي.
ارشیف: په کندهار کې د یوې کارخونې انځور. په دې کارخونه کې پلاستیک تولیدېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو وخت په وخت په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو یې په ځلونو غوښتي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي، خو د تولیدي کارخانو یو شمېر خاوندان وايي چې لا هم په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې شتون لري.

نجیب صدیقي، چې د پلاستیکي رولونو د جوړولو د کارخونې خاوند دی، د ۲۴ ساعته برښنا او بهر ته د پیسو د لېږد سیستم له نشتوالي شکايت کوي.

صدیقي وايي: موږ د پیسو لېږد د صرافيو له لارې کوو، دا زموږ لپاره ډېر ګران تمامېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " بايد برښنا ٢۴ ساعته موجوده وي، ځکه کارخانې ٢۴ ساعته برښنا ته اړتيا لري. زموږ ګاونډي هېوادونه په اوونۍ کې يوځل هم نه بې برښنا کېږي او موږ نور نه شو کولى له ګاونډيو هېوادونو څخه د بانکي لېږد سيستم په مرسته مواد واخلو، موږ د پیسو لېږد د صرافيو له لارې کوو، دا زموږ لپاره ډېر ګران تمامېږي."

په کابل ښار کې د بوټونو د تولید د يوې کارخانې خاوند طارق بیا ادعا کوي چې د کورنیو تولیداتو په برخه کې لا هم د طالبانو د حکومت له‌خوا لازمه مرسته نه ده شوې.

هغه وویل: "زموږ کار د پخوا په څېر په تاوان کې دى. څو څو ځله مو د سوداګرۍ او د صنایعو خونې له وزارت سره خبرې وکړې. زموږ ۹۰ سلنه فابریکې پرچو دي، ۱۰ سلنه کارخانې فعاله دي، خو له بازار او کرایې له درکه پوروړي دي. یو کال کېږي چې زه پخپله د دوکان د کرایې پوړوى يم."

په همدې حال کې یو افغان پانګه‌وال سعود بختیار چې په ایران کې د جرابو د تولید یوه کوچنۍ کارخونه لري، لا هم افغانستان د پانګونې لپاره خوندي ځای نه ګڼي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د نورو ستونزو تر څنګ د نجونو د تعلیم په ګډون پر ښځو او نجونو بندیزونه یو له هغو عواملو څخه دی چې افغان پانګه‌وال افغانستان ته نه ځي او پانګونه نه کوي.

نوموړي وویل: "تر ټولو مهمه دا ده چې د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي، کوم پانګه‌وال چې غواړي له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې ژوند وکړي، لوڼې یې له ښوونځي بې برخې شي."

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې د کورنیو کارخانو د خاوندانو د ستونزو پخلى کوي او زياتوي چې د پانګه‌والو د هڅونې لپاره باید یوه هر اړخیزه حل لاره ولتول شي.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي ازادي راډيو ته وويل: "ځینې تخنیکي ستونزې شته چې باید پرې کار وشي، د بېلګې په توګه د برښنا او ځمکې مسئله اړینه ده چې د جغرافیایي موقعیت پر بنسټ یوه هر اړخیزه حل‌لاره ولټول شي او کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته د ملاتړ او خوندیتوب پلان تشریح شي، او کنفرانسونه جوړ کړي."

د ازادي راډیو خبریال د کارخانو د خاوندانو او پانګه‌والو د دغو ستونزو په تړاو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد نظر هم وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ترلاسه نه کړ.

خو د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت په واک کې ملي تلوېزیون ته ويلي وو چې په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت ته په کتو په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

بل خوا د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وايي، سره له دې چې افغانستان د پانګونې لپاره مناسبه تګلاره نه لري، خو د نړیوالو له‌خوا د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژندلو ټکي هم د بهرنیو پانګونو مخه ډب کړې ده.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د لویو بهرنیو پانګونو پر وړاندې ځینې خنډونه شته. هغه قراردادونه چې کېږي باید حقوقي خنډونه ونه لري او باید د ملګرو ملتونو په اقتصادي څانګه کې ثبت شي، خو دا چې د افغانستان اوسنی حکومت له دوو کلونو د زیاتې مودې راهیسې د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی نو د آى‌ایم‌ایف، نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک او یو شمېر نور بانکونو په ګډون د نړیوالې ټولنې همکار بنسټونه دې برخه کې همکاري نه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغان پانګه‌والو له افغانستانه بهر په تېره بیا په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

که څه هم د دغو پانګونو په اړه کره ارقام نه‌شته، خو د ایران د املاکو او اسنادو د ثبت ادارې د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې په دغه هېواد کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو نیمايي برخه د افغانانو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG