د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

ایګلنډ: په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له زده‌کړو محروم دي


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال ماشومان چې په زده کړو بوخت دي.
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال ماشومان چې په زده کړو بوخت دي.

د ناروې د کډوالو شورا یا "این‌آرسي" مشر یان ایګلنډ په ایران کې د شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ماشومانو له زده‌کړو څخه د بې برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د یو راپور په خپرېدو لیکلي چې د ټولشموله پالیسیو سره سره، په ایران کې د ۱.۵ میلیون افغان کډوال ماشومانو څخه یوازې ۶۰۰زره وکولای شول چې په ۲۰۲۳م او ۲۰۲۴م تعلیمي کلونو کې په ایران کې ښوونځیو کې نوملیکنه وکړي.

د ناروې د کډوالو د شورا په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ایران کې د ۴.۵ میلیونو افغان کډوالو یو پر درېیمه برخه ماشومان دي چې په نظري ډول د ایران په دولتي تعلیمي سیستم کې د شاملېدو اجازه لري، خو په عملي زده‌کړو کې د دغې شورا په ټکو دا پروسه له مالي محدودیتونو، رسمي او اداري او کلتوري خنډونو سره مخ ده.

د ناروې د کډوالو شورا یا "این‌آرسي" مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا یا "این‌آرسي" مشر یان ایګلنډ

په ورته وخت کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وایي، د خپلو ماشومانو د راتلونکي چې له زده‌کړو محروم شوي، په اړه یې اندېښمن دي.

له دې ډلې یوه افغانه، چې په قاچاقي توګه ایران ته تللې او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ماشومان ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

هغه وايي: "یو کال کېږي چې ایران ته راغلي یوو، ځکه پاسپورټ او هېڅ نه لرو، نو قاچاقي راغلي یوو، د دې لپاره زموږ اولادونه په ایران کې د تعلیم او تحصیل حق نه لري، کنه زوی مې فعلاً په داسې حال کې دی چې باید ښوونځي ته شامل شي، عمر یې ښوونځي ته برابر دی."

احمد هم ښوونځي ته د شاملېدو په شرایطو برابر څلور ماشومان لري، هغه ازادي راډیو ته وویل: "د دې دوو کلونو راهیسې چې موږ دلته راغلي یوو، ډېره هڅه مې وکړه چې لوڼې مې ښووځي ته شاملې کړم چې دوی له زده‌کړو شاته پاتې نه شي. موږ بل هېواد ته د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لپاره راغلي یوو چې دوی بیا د تعلیم په برخه کې پرمختګ وکړي او زموږ د هېواد راتلونکي جوړونکي شي، خو له بده مرغه ومو نه شو کړای چې دوی ښوونځي کې شامل کړو."

غلام اصغر او کورنۍ یې بیا په پاسپورټ ایران ته تللي، خو دی وایي، له هڅو سره سره لا نه دی توانېدلی چې خپل ماشومان ښوونځي ته شامل کړي.

هغه وویل: "دلته مو د کفالت دفتر ته د وګړو د کوډ ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړه، په لومړیو کې یې ناغېړي کوله چې نه کېږي او تاسو په سیاحتي پاسپورټ راغلي یئ. اوس یوه نوې طرحه ده چې نه پوهېږو د اسلامي جمهوري د کډوالو سیستم څرنګه دی چې ویلي یې دي هغه کسان چې په سیاحتي پاسپورټ ایران ته ننوتلي او هغه کسان چې له وړاندې د سرشمېرنې پاڼه لري که یې د پانګونې په طرحه کې ګډون کړی وي نو ماشومان یې په ښوونځیو کې شاملېدلی نه شي."

په ایران کې د یوه خصوصي ښوونځي افغان زده کوونکې. ارشیف
په ایران کې د یوه خصوصي ښوونځي افغان زده کوونکې. ارشیف

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له لګېدووروسته، زده‌کړو ته یې د ماشومانو د لاسرسي لپاره ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

د ناروې د کډوالو او پناه غوښتونکو شورا د جون په ۱۰مه هم د یو راپور په خپرېدو په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو د محدودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د سواد زده‌کړې د کورسونو په پیلولو سره یو شمېر افغان کډوال ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG