د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د نیمروز اوسېدونکي: د افغانانو په نوم بهرني معتادین افغانستان ته راشړل کېږي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د افغانستان د سرحدي ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوی ولایتونو ته د افغان معتادینو ترڅنګ لسګونه بهرني معتادین هم راشړل کېږي چې د هرات، نیمروز او فراه په ښارونو کې د واټونو پر غاړه ژوند کوي.

حسین دوې مياشتې مخکې د ایراني چارواکو له خوا د ایران په بندرعباس سیمه کې ونیول شو او د افغانستان فراه ولایت ته راوشړل شو.

حسین ادعا کوي چې دی افغان دی او دېرش کاله مخکې ایران ته د کار له پاره تللی و چې هلته په نشه يي موادو معتاد شو.

هغه زیاتوي: "زه په ایران کې معتاد شوم، دېرش پنځه دېرش کاله په ایران کې وم او هلته معتاد شوم. هلته مې د ایران په بندرعباس سيمه کې کار کاوه."

حسین کورنۍ نه لري، د خبرو ډول او ظاهري بڼه يې هم له خپلو معتادو ملګرو څخه جلا ده، له همدې امله يې ډېری معتادین د (اقای ایراني) په نوم بولي.

د سرحدي ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې په وروستیو میاشتو کې د دوی ښارونه د معتادینو په استوګنځایونو او راټولېدو په مرکزونو اوښتي دي.

د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي وزیرګل ازادي راډيو ته وويل چې په دې وروستیو ورځو کې زرنج ښار ته د افغان معتادینو ترڅنګ بهرني معتادین هم ورغلي دي.

هغه وايي: "د دې معتادینو ډېری يې له ایران یا پاکستان څخه راځي، ټول د دې وطن اوسېدونکي نه دي، ځينې يې ایرانيان او ځينې يې پاکستانیان دي. دوی په ایران او پاکستان کې معتاد شوي او د افغانستان پر پوله يې رااړولي دي، نور نو پوښتنه نشته، باید پوښتنه يې ځنې کولای چې ته د کوم ځای يې یا دا چې چېرې دي ژوند کړی دی. "

فراه، نیمروز او هرات د نشه يي موادو د قاچاقو له لارو څخه ګڼل کېږي، له همدې امله په دې ښارونو کې د نشه يي موادو رانیول اسانه کار دی او

معتادین د دې پر ځای چې خپلو سیمو ته ولاړ شي، په دې ولایتونو کې پاته کېږي.

د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير مولوي عبدالواسع ریحان وايي چې له دباندې څخه د معتادینو راشړل دومره ډېر شوي چې دوی يې د ساتنې او پالنې امکانات نه لري.

ریحان وویل: "نیمروز یو سرحدي ولایت دی او له ایران سره ګډه پوله لري، موږ یوځل ټول معتادین راټول کړل، خو له ایران څخه نور رااوړي، په شپه او ورځ کې دېرش یا پنځه دېرش نفره رااوړي. موږ کمپ ورته جوړ کړی دی او په دې کمپ کې يې درملنه کوو، دا اوس هم په دې کمپ کې پنځه سوه معتادین زندانیان او ساتل کېږي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ د راپور پر بنسټ، له ۱۴۰۲ شمسي کال څخه بیا تر اوسه پورې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال په زور افغانستان ته راشړل شوي دي.

په دې کډوالو کې داسې معتادین هم شامل دي چې سرپناه نه لري او په ښارونو کې د نورو معتادینو له ډلو سره یو ځای شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00
مستقیم لېنک

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG