د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

طالب چارواکي: پاکستان ۳ ورځو کې یو نیم زر افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ستانه کړي


له پاکستانه خپل هېواد ته ستنیدونکې یوه افغانه کورنۍ
له پاکستانه خپل هېواد ته ستنیدونکې یوه افغانه کورنۍ

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یوازې د ثور له ۲۷مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې یو زر او ۴۹۴ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته په جبري ډول راستانه کړل شوي دي.

یاد وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.

په ورته وخت کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو این اچ سي ار) له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه په خپل اونيز راپور کې ويلي، چې د مې میاشتې له ۱۲مې تر ۱۸مې پورې شاوخوا ۲۰۲۶ کسان ستانه شوي چې ۷۱ سلنه يې (پي او ار) کارتونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د پالیسۍ دوام چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې پیل شوی او لا هم دوام لري، په پاکستان کې میشت افغان کډوال چې له ډېرو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې اوسیږي، له ډیرو اندېښنو او ستونزو سره مخامخ کړي دي.

له دې ډلې د پاکستان د بلوچستان ایالت د بټېزي سیمې یو افغان کډوال ولي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ له څلوېښتو کلونو راهیسې دلته ژوند کوو. موږ ډېر اندېښمن یو، ځکه دلته ماشومان ښوونځيو ته ځي، دلته زموږ ژوند دی. موږ نه په پاکستان او نه په افغانستان کې ځمکه او جایداد لرو."

په پاکستان کې يو بل افغان کډوال چې نه يې غوښتل په راپور کې يې نوم خپور شي وایي چې له درېيو کلونو راهيسې په یاد هیواد کې اوسېږي، خو د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله په ښار او بازار کې په اسانۍ تګ راتګ نه شي کولاى.

"زموږ ستونزې دومره زیاتې شوې چې په پاکستان کې له یوه ښار څخه بل ښار ته تګ ستونزمن شوی دی، د افغان کډوالو رواني وضعیت ښه نه دی او د افغانانو په زوره ایستلو دوام د بشري حقونو د قوانینو خلاف کار دی، په هېواد کې د بې کارۍ کچه ډېره لوړه ده او د افغانانو په جبري شړلو سره به دا ستونزه نوره هم زیاته شي."

پاکستان په داسې مهال د افغان کډوالو ایستل چټک کړي چې افغانستان کې مرګونو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي
پاکستان په داسې مهال د افغان کډوالو ایستل چټک کړي چې افغانستان کې مرګونو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طبیعي پېښو د زیاتوالي او بې وزلۍ له امله زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري، سربېره پر سېلاب ځپلو چې کورونه، څاروي، ځمکې او نورې شتمنۍ یې له لاسه ورکړي، په دې وروستیو کې له پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي افغان کډوال د خپل ژوند له بد وضعیته شکایت کوي.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی او افغان کډوال فیض الله ایوبي چې دوه میاشتې وړاندې له پاکستانه ایستل شوی، ازادي راډيو ته یې وویل چې په افغانستان کې کار او بار نه لري او ژوند یې له ستونزو سره مخ دی.

"هغوی زموږ کور رانه واخیست او افغانستان ته یې راوشړلو، هر څه مو هلته پاتې شول، په یو داسې کور کې اوسېږو چې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري،زموږ اقتصادي وضعیت ډېر بد دی او بیې هم لوړې شوې دي سخت وضعیت کې یو."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو این اچ سي ار) او د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) تر دې مخکې اندېښنه ښودلې وه چې په پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو له لوري له ځورونو او خپل هېواد افغانستان ته له ستنېدو وروسته له بېکارۍ او بې کورۍ له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت په لومړي پړاو کې، د ۲۰۲۳کال په نومبر میاشت کې د بې اسنادو افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړل چې په ترڅ کې یې تر نیم میلیون ډیر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

د یادونې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپریل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یو نیم میلیون ډېز افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG