د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

په‌ افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو ځنډېدو یو شمېر کورنۍ اندېښمنې کړي


ارشیف:
ارشیف:

په افغانستان کې د سویډن کمېټه وایي، یو شمېر هغه کورنۍ د دغې کمېټې د فعالیت د ځنډېدو وروسته اندېښمنې دي چې دوی به یې د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره روغتیایي خدمتونو وړاندې کول.

په افغانستان کې د سویډن کمېټې (SCA) د خپل فعالیت له ځنډېدو وروسته په یوه راپور کې د هغو کورنیو اندېښنې خپرې کړي چې په خبره یې، دوی یې مخکې معلولیت لرونکو ماشومانو ته روغتیایي او د فزیوتراپۍ خدمتونه وړاندې کول.

دغې کمېټې د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۱مه په یاد راپور کې ویلي، افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو له ځنډېدلو مخکې، په شمال ختیځو ولایتونو کې هره ورځ لسګونه د دماغي فلج (DDH) او (clubfoot) کږو پښو ماشومانو ته د فزیوتراپي خدمتونه وړاندې کول، خو په خبره یې اوس دغه ماشومان یادو خدمتونو ته لاسرسی نه لري په داسې حال کې چې په ټکو یې ورته جدي اړتیا لري.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې په سویډن کې د قران کریم نسخو سوځولو په غبرګون کې د دغې کمېټې فعالیت وځنډاوه.

ارشیف: په میدان وردګ کې د سویډن کمېټې له لوري د یوه روغتون څنډه کې روغتیاپالاې د یوه ماشوم د کتنې پر مهال.
ارشیف: په میدان وردګ کې د سویډن کمېټې له لوري د یوه روغتون څنډه کې روغتیاپالاې د یوه ماشوم د کتنې پر مهال.

که څه هم دغې کمېټې ټینګار کړی و چې بې پرې او نا دولتي ده، خو سره له دې یې هم په افغانستان کې فعالیتونه ودرول شول.

بلخوا د یو شمېر معلولیت لرونکو ماشومانو کورنیو ازاي راډیو ته وویل ماشومان یې، په اسانه روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دوی یې د راتلونکي په اړه خورا اندېښمن دي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی فضل الرحمن چې دوه ماشومان یې معلول دي، وایي چې تر اوسه یې د ورته د درملنې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

ده ازادي راډیو ته وویل: "دوی سم په لار تللی نه شي، د ګوتو په څوکو ځي، کاږه په لاره ځي، زر زر لوېږي، دوه زامن مې دا ستونزې لري، یو یې یوولس کلن دی او بل یې اته کلن، ښوونځي کې مې نه دي شامل کړي ځکه تللی نه شي لوېږي، زما او د مور یې زړه ورسره وران ده چې دوی لوېږي او دا ستونزه لري، داسې سمه درملنه نه ده شوې، ګولۍ چې راکړي هغې هېڅ نتیجه نه ده ورکړې، ډېر په تشویش یم د دې هلکانو لپاره چې کاشکې درملنه یې وشي."

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی عزیز وایي، دوه کلنه لور یې ورته ستونزه لري، خو تر اوسه یې د فزیوتراپۍ یا نورو روغتیایي خدماتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل: "دلته د ډاکترانو او روغتونونو ستونزې ډېرې دي چې کلینیکو ته ورشو، دوی د دغو ماشومانو علاج نه شي کولای، دوی چې کومه نسخه راکوي هغه یوازې ښار کې پیدا کېږي او زموږ په وس کې نه‌شته چې هلته ورشو او بیا هغه دوا ګانې ورته واخلو."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو کورنیو او په افغانستان کې د سویډن کمېټې د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولري، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد پوښتنې ځواب نه کړې.

د سویډن کمېټې نښان
د سویډن کمېټې نښان

سویډن کمېټې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو فعالیت درلود چې شاوخوا ۷۰۰۰ افغان کارکوونکو یې درلودل.

په افغانستان کې د سویډن کمېټې وايي، د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ یې په ۲۰۲۳م کال کې ۱۸زره معلولیت لرونکو وګړو ته د مصنوعي غړو په ګډون د حرکي او ملاتړو وسایلو د ویشلو، ۲زره ۵۰۰ کسانو ته د فزیوتراپي خدمتونو وړاندې کولو او ۶زره معلولیت لرونکو ماشومانو د زده کړو زمینې برابرې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG