د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

سنډې ګارډین: د 'محمد ظاهر شاه' د سترګې معمولي عملیات د افغانستان برخلیک بدل کړ


ارشیف: د عکس ښي لور ته د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او چپ لور ته د بریتانیا ملکه الیزابت. افغان پاچا د خپلې پاچاهۍ پر مهال دغه هېواد ته سفر کړی و. December 8, 1971
ارشیف: د عکس ښي لور ته د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او چپ لور ته د بریتانیا ملکه الیزابت. افغان پاچا د خپلې پاچاهۍ پر مهال دغه هېواد ته سفر کړی و. December 8, 1971

سنډې ګارډین:

له نن څخه پنځوس کاله پخوا د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان په ۲۶مه محمدداوود خان د محمد ظاهر شاه د شاهي حکومت پر ضد کودتا وکړه او جمهوري نظام یې اعلان کړ.

د بریتانیا سنډې ګارډین خپرونې دا ورځ د افغانستان د برخلیک د بدلېدو پیلامه بللې ده.

د دې لیکنې په پیل کې د سترګې د درملنې لپاره روم ته د محمد ظاهر شاه د سفر او په دې موده کې د داوود خان له لوري د کودتا جزییات څرګند شوي او بیا لیکل شوي، څوک خبر نه و چې د یوه پاچا د سترګې معمولي جراحي عملیات به د یوه ملت برخلیک بدلوي.

سنډې ګارډین لیکي، د ۱۹۷۳ د جولای په دې ورځ ظاهر شاه خبر شو چې د تره زوی یې محمد داوود خان واک ترلاسه کړی، شاهي حکومت یې پای ته رسولی او جمهوري حکومت یې اعلان کړی دی.

د خپرونې پر اساس، له دې اعلان سره د درانیو د لړۍ واکمني چې په اتلسمه میلادي پیړۍ کې پیل شوې وه، پای ته ورسېده. په دې توګه بې پایه او غمجنه ناکراري پیل شوه او افغانستان له هماغه مهاله ورڅخه نه شي وتلی.

د خپرونې له لیکنې سره سم، پاچاهان عموماً هغه مهال له واک ایسته کېږي چې خیانت وکړي یا بې کفایته وي او یا د تاریخ د بهیر خلاف دریځ غوره کړي، خو د ظاهر شاه په برخه کې له دغو مواردو هېڅ یوه صدق نه کاوه. زده کړې یې کړې وې او د شاه امان الله خان په شان یې غوښتل چې خپل هیواد له منځنیو پېړیو راوباسي او مدرن یې کړي.

که څه هم د داوود خان پنځه کلنه دوره نارامه نه وه، خو د ده له مرګ سره نارامۍ پیل شوې.

د ډېرو شنونکو په باور د ظاهر شاه د سلطنت پر ضد کودتا هغې کودتا ته لاره هواره کړه چې د داوود خان پر ضد وشوه او له کبله یې تراوسه پورې افغانستان نارامه دی.

اوچا:

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې یا اوچا پرون شنبې وویل چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره د هغوی د جولای د یوولسمې نېټې د امر د سپیناوي په اړه خبرې وکړي.

اوچا په خپله خپرونه کې لیکلي چې د سویډن کمېټه یا 'ایس سي اې' یوه ناحکومتي موسسه ده چې په ۱۹۸۰ م کال له ولسونو سره د ولسونو د مرستې په هدف جوړه شوې ده.

دا کمېټه د سویډن له حکومت سره تړاو نه لري او د یوې خپلواکې او بې پرې موسسې په توګه له ټولو سیاسي او نفوذ لرونکو خواوو او دولتونو سره اړیکې پالي.

د اوچا له لیکنې سره سم، د سویډن کمېټه له ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې له کلیوالو سره همکاري کوي او اسلام او د افغانانو دودونو ته ژور درناوی لري.

د طالبانو حکومت د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د سویډن د مرستندویو موسسو د فعالیت د بندېدو امر وکړ.

د طالبانو ویندوی وویل چې دا پرېکړه یې په سویډن کې د قرانکریم د بې حرمتۍ په ځواب کې کړی دی.

د سویډن کمېټې د قرانکریم سوځېدا په کلکه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG