د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د سویډن کمېټه شااوخوا ۱۰ زره نورو افغان ماشومانو ته د زده‌کړې امکان برابروي


ارشیف، په یوه کور کې د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړې یو ټولګی
ارشیف، په یوه کور کې د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړې یو ټولګی

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، دوی په پام کې لري په نوي تعلیمي کال کې چې په سړو سیمو کې د وري یا حمل پر درېیمه پیلېږي، شااوخوا ۱۰ زره نورو ماشومانو ته د زده‌کړې امکان برابر او په زرګونه نوي ماشومان خپلو کلیوالي ټولګیو ته جلب کړي.

د دې کمېټې په خبره، په دغه شمېر ماشومانو کې به ۶۰ فیصده‌یې نجونې وي.

د سویډن کمېټې د تعلیم او تربیې د پروګرام مسؤل محمد طاهر عصمت پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پلان اعلان کړ: "امید دی چې سویډن کمېټه وتوانېږي سږکال اندازتاً ۱۰ زره ماشومانو ته چې په هغوی کې ۶۰ فیصده‌یې نجونې وي، د تعلیم او تربیې زمینه برابره کړي. دا شمېر ماشومان د هغو یو لک ماشومانو په شمول دي چې سویډن کمېټه به‌یې په ۲۰۲۲م کال کې حمایه کوي. د سویډن کمېټې د ښوونځیو ۶۰ فیصده زده‌کوونکي نجونې دي. دا پروګرام ښوونځیو ته د ماشومانو پر لاسرسي او د تعلیم پر کیفیت متمرکز دی."

په افغانستان کې د سویډن کمېټه چې له څلورو لسیزو راهیسې فعالیت کوي او دا مهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د څه باندې ۳،۰۰۰ محلي یا کلیوالي ټولګیو ملاتړ کوي چې دغه ټولګي ۷۰۰ کلیوالي ښوونځي تشکیلوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې نښان
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې نښان

په افغانستان کې د سویډن کمېټه وايي دوی په افغانستان کې یو لک ماشومانو ته کتاب، قرطاسیه او ښوونکو ته‌یې معاش برابروي.

دغه کمېټه هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې له ۵ تر ۱۰ پورې د ښوونځیو د ودانۍ د جوړولو تمویل پر غاړه اخلي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي او نجونو ته به له هلکانو جلا د ښځینه ښوونکو له‌خوا درس ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د جمعې په ورځ د طالبانو د دې اعلان د هرکلي ترڅنګ وویل، په‌کار ده د طالبانو دغه پلان تصویب او عملي شي.

ګوترش لیکلي د نجونو او هلکانو پر مخ باید ټول ښوونځي پرانیستل شي چې تعلیم وکړي او خپله وړتیا وښيي.

XS
SM
MD
LG