د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د لنډ مهال لپاره ځینې فعالیتونه درولي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، د طالبانو حکومت له دستور سره سم یې خپل ځینې فعالیتونه موقتاً درولي دي او له خپلو کارکوونکو یې غوښتي چې له کورونو کار وکړي.

داسې مهال چې میلیونونه افغانان د بل هر وخت په پرتله په ټولو برخو کې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت له دستور سره سم یې خپل ځینې فعالیتونه موقتاً درولي دي.

دې کمېټې پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې چې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه یې خپره کړې لیکلي، د جولای په ۱۱مه د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سویډن د ټولو فعالیتونو د ځنډولو امر وکړ چې له امله یې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ځینې فعالیتونه د اوس لپاره درول شوي دي.

د طالبانو حکومت په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ادارو د فعالیتونو د درېدو امر کړی دی.

خو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، دا کمېټه د سویډن دولت اړوند نه‌ده، بلکې یوه خپلواکه او بې طرفه اداره ده چې هېڅ کومې سیاسي ډلې یا هم دولت پورې اړه نه‌لري او د بېلابېلو تمویلوونکو له‌خوا مالي مرستې تر لاسه کوي.

د دې کمېټې له قوله، دوی د خپلو فعالیتونو د بېرته ژر تر ژره پیلېدو لپاره په سیمه‌ییزه او ملي کچه چارواکو سره د ښکېلتیا او خبرو اترو په لټه کې دي.

په میدان وردګ کې یو روغتیاپال د یوې ناروغې د کتنې پرمهال. دغه روغتیايي مرکز د سویډن کمېټې له لوري تمویلېږي.
په میدان وردګ کې یو روغتیاپال د یوې ناروغې د کتنې پرمهال. دغه روغتیايي مرکز د سویډن کمېټې له لوري تمویلېږي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په تعلیمي، روغتیايي، بشري او نورو برخو کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کول.

د دې ادارې رسمي شمېرې ښيي چې یوازې تېر کال یې په روغتیايي برخه کې د ۲،۵ میلیونه افغانانو لاسنیوی کړی، ترڅنګ یې د دوی په ښوونځیو کې ۱۳۳زره ماشومان زده‌کړې کوي او په همدې تېر کال کې یې د ۲۰ زره معلولو کورنیو سره مرسته هم کړې ده.

د افغانستان لپاره سویډن کمېټې سره ۸ زره افغانانو کار کاوه.

یو شمېر افغانان وايي، د خدماتي موسسو د فعالیتونو بندېدل به په بشري او اقتصادي برخه کې ځپل شوي افغانان نور هم وځپي.

ارشیف: یو معلول افغان. سویډن کمېټه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو سره مرستې کوي.
ارشیف: یو معلول افغان. سویډن کمېټه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو سره مرستې کوي.

یو افغان معلول ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې د خپل نوم له اخیستلو پرته ویلي: "زه په دواړو سترګو معلول یم، په دواړو سترګو چې انسان معلول شي، فکر وکړئ ټول اندامونه یې له کار ولوېدل. طالبانو ته مې دا پیغام دی چې د خدای روی ته وګورئ، دا دوه ګونی چلند مه کوئ، زه هیڅ کار نه‌لرم او بې‌روزګاره یم."

د کندهار اوسېدونکې شفیقه چې د شپږو لوڼو مور ده وايي، بېړنۍ مرستې ته سترګې په لار ده.

شفيقه وايي: "کور کې نارینه نه لرم، شپږ مې لوڼې دي او یوازې زه یم. په دې دنیا نارینه نه لرم، زوی خدای راکړی نه‌دی. پخوا به خلکو یو څه مرسته کوله، خو اوس څه نه‌شته، د شکر او اعصابو ناروغي لرم او هر څه ژر مرستې ته اړتیا لرم."

د طالبانو اوسني رژیم له دې وړاندې هم په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه چې له امله یې د ډېرو خیریه ادارو چارې بندې شوي او دې کار نېغ په نېغه د افغانانو اقتصادي وضعیت نور هم متاثره کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG