د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

افغانستان کې مرګوني سېلابونه؛ په بغلان کې لا هم ځینې کسان ورک دي


په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله سلګونه کسان مړه شوي چې دغلته د دې ولایت په یوه څنډه کې خاورو ته سپارل کېږي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله سلګونه کسان مړه شوي چې دغلته د دې ولایت په یوه څنډه کې خاورو ته سپارل کېږي.

وروستیو سېلابونو د بغلان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو یو شمېر خپلوان دا سېلابونه حیرانونکي بولي او وايي چې د خپلو عزیزانو د مرګ له امله د ویر په تغر ناست دي.

د دوی له ډلې امان‌الله چې د بغلان ولایت د شهر جدید سیمې د چهارسرکه اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته یې وویل چې د جمعې د ورځې په سېلابونو کې یې د کورنۍ څلور غړي مړه شوي، د کورنۍ یو غړی یې ورک او ورور یې ټپي شوی دی.

هغه وايي: "دوه ورېرونه او دوه ورېرې مې، دوه هلکان او دوه نحونې مړې شوي، ورور مې ټپي شوى، مېرمن يې لا درکه ده، وړکى د غېږې ماشوم يې و، پلار يې کيسه کوي کوچنی ماشوم یې په غیږ کې نیولی و، کله چې سېلاب ډېر شو ځان يې د ونې خواکې ټينګ کړ، سېلاب ډېر شو لور یې له لاسه خوشې شوه خپله وچې کې ولوېد، مېرمن يې هم ورکه شوه ورو مې بې هوښه شو او وايي کله چې مې سترګې خلاصې کړې دى په روغتون کې وم."

په بغلان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
په بغلان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

دغه شان د بغلان د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکي خدايقل هم ازادي راډيو ته وويل چې په دې سېلابونو کې يې يوولس خپلوان مړه شوي دي.

هغه وايي: "زموږ د خپلې کورنۍ یوولس کسه غړي مړه شوي چې د تره زامن مې دي، ښځه او ماشوم يې دي، بل د تره زوى مې ورک دى ښځه يې مړه شوې او بل د تره زوى مې چې ښځه او ماشوم يې مړه شوي خپله په روغتون کې په کوما کې دى."

معلم اسد د بغلان ولایت بل اوسېدونکی دی چې په دغه ولایت کې د جمعې د ورځې سېلابونو د ده د ځوان وراره ورنه واخیست.

هغه وايي: "دوى کرنيزې ځمکې درلودې پر کار بخت وو، درې کسان وو، غوښتل یې کور خواته وتښتي، خو سېلاب ګير کړي وو، دوه کسه يې ټپي له اوبو راایستلي وو، خو وراره مې د جمعې په ماښام شپږ بجې مړ له اوبـو راویست چې د شپې پاتې شو اوس مو خښ کړ."

په بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي، سلګونه کسان په کې وژل شوي او ټپیان شوي او زرګونه کورونه هم په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، لیدل کېږي چې د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو کې سخت سېلابونه راغلي او یو شمېر خلک د ماشومانو په ګډون د یو شمېر سېلاب ځپلو د ژغورلو هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د شمېرو له مخې، یوازې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له درې سوو اوښتی او د ټپیانو شمېر څه باندې ۱۶سوه ښودل شوی دی.

دا شمېرې د بدلېدو په حال کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG