د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د چین ولسمشر د اروپايي سفرونو په لړ کې هنګري ته رسېدلی


د چین ولسمشر په هنګري کې
د چین ولسمشر په هنګري کې

د هنګري ولسمشر تاماس سوليوک Tamas Sulyok نن سهار په بوداپست کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د یو لړ پوځي مراسمو په ترڅ کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د هغه د مېرمنې، پینګ لیان تود هرکلی وکړ.

د چین ولسمشر چې سربیا ته د خپل سفر له پای ته رسولو وروسته بېګا ناوخته د هنګري پلازمېنې بوداپست ته ورسېد، وروسته یې د دې هېواد له صدرعظم ویکتور اوربان سره ماښامنۍ وخوړه.

د چین د ولسمشر اروپایي رسمي سفر د مې په پنځمه له فرانسې پیل شو؛ چېرته چې د هغه فرانسوي سیال ایمانویل مکرون او د اروپایي ټولنې مشرانو له هغه وغوښتل چې پر سوداګرۍ د چین له خوا لګول شوي محدودیتونه کم کړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې پر ولسمشر ولادمیرپوتین له خپل نفوذ حخه کار واخلي.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپور له، مخې شي جین پینګ هنګري په ختیځه اروپا کې د چین د پانګونې لومړۍ درجه هېواد بللی او ټاکل شوې نن د دې هېواد له صدراعظم ویکتوراوربان سره خبرې وکړي.

فرانسې ته د چین د ولسمشر د سفر یوه څنډه
فرانسې ته د چین د ولسمشر د سفر یوه څنډه

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، هنګري د اروپایي اتحادیې یوازېنی غړی هېواد دی چې د چین د یوه کمربند یوې لارې په لویه پروژه کې شامل دی.

د هنګري صدراعظم چې له پیکینګ سره ښې اړیکي پالي، غواړي په اروپایي ټولنه کې چې نوموړی تر ډېره منزوي شوی، تعادل رامنځ ته کړي.

چین د بوداپست او د سربیا د پلازمېنې بلګراد ترمنځ د شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ریلګاډي پټلۍ جوړوي.

هنګري چې ۹،۶ ملیونه نفوس لري،په وروستیو کلونو کې یې د چین یو شمېر سترې پروژې جلب کړې چې تر ډېره بریده د برېښنایي موټرو او بټریو په جوړولو کې فعالیت کوي.

په تېرو پنځو کلونو کې اروپا ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ دغه سفر د دې وچې په اقتصادي او سياسي چارو کې د پیکنګ د نفوذ د زياتوالي د هڅو يوه برخه ګڼل کېږي.

چین په تېره یوه لسیزه کې په سربیا کې د مسو په کانونو، د فولادو په فابریکو، لویو لارو او بنسټیزو پروژو کې د څه باندې شپږ میلیارډ ډالرو پانګونه کړې چې ځینو لورو د حکومتونو ترمنځ د غیر شفافې او خورا خطرناکې معاملې په توګه پرې انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG