د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

سره سمندر ته د امریکایي ځواکونو ورتلو ته غبرګون؛ د روسیې او چین ځواکونو په ارام سمندر کې مانورې پیل کړې


د روسیې او چین سمندري ځواکونه - ارشیف
د روسیې او چین سمندري ځواکونه - ارشیف

د روسیې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی او چین سمندري ځواکونو په ارام سمندر کې ګډې پوځي مانورې کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه وزارت په حواله ویلي چې په دغو تمریناتو کې جنګي بیړیو، الوتکو او هلي کاپټرو ګډون درلود.

د مانورو پر مهال د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونو د دښمن یوه سمبولیکه حمله هم شنډه کړه.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دغو مانورو هدف د روسېې او چین ترمنځ د سمندري همکاریو پياوړتیا او په اسیا سیمه کې د سولې او ثبات ټینګول دي.

معلومه نه ده، چې د روسیې او چین څه شمېر پوځي بیړیو، الوتکو او پرسونل په دغو تمریناتو کې برخه اخیستې ده، خو دا مانورې داسې مهال ترسره کیږي چې امریکا څو ورځې وړاندې سره سمندر ته درې زره ځواکونه واستول.

د امریکا سمندري ځواکونو د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له درې زرو زیات سرتېري یې د سویز کانال له لارې سره سمندرګې ته ورسېدل.

دا سرتېري وروسته له هغه سیمې ته واستول شول، چې واشنګټن وویل، پوځي ځواکونو یې د جولای په پنځمه د ایران هغه هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې د عمان سواحلو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د تېلو تجارتي ټانکرونه ولجه کړي.

د چین او روسیې سمندري بېړۍ او ځواکونه
د چین او روسیې سمندري بېړۍ او ځواکونه

د امریکا د سمندري ځواک پنځمې قطعې په خپل بیان کې وویل: دا ځواکونه چې د باټان او کارټر هال په نوم دوو جنګي کښتیو ته رسېدلي، د دې قطعې د ظرفیتونو له پیاوړتیا او چابکۍ سره مرسته کوي.

باټان هغه لویه کشتۍ ده چې جنګي الوتکې یې پر غولي کېناستی- الوتی شي او کارټر هال بیا د سرتېرو او تجهیزاتو د انتقال لپاره ځانګړې ده.

په سیمه کې دغه پوځي تحرکات داسې مهال ترسره کیږي چې د اوکراین د جګړې له کبله د روسیې او لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه متحده ایالتونو او روسېې اړیکې خړې پړې شوي دي.

پر اوکراین د روسیې یرغل لا هم روان دی او همدا پرون چهارشنبه هم پر زاپوریژیا ښار د روسیې هوایي برید کې درې تنه ووژل او نهه نور ټپیان شول.

د اوکراین د بیړنیو خدمتونو کمیټې په انځورونو کې چې نن یې خپاره کړي ښودل کیږي چې کارکونکي له برید وروسته د سیمې پر پاکولو لګیا دي.

دغه برید د زاپوریژیا له اټومي بټۍ څخه پنځوس کیلو متره لرې شوی دی، دا د اروپا په کچه تر ټولو لوی اټومي تاسیسات دي چې د روسیې په ولکه کې دي او دغو تاسیساتو ته نژدې پوځي فعالیتونو د اټومي ناورین ویره رامنځته کړې ده.

XS
SM
MD
LG