د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

اروپا ته سفر؛ بلېنکین د اوکراین په اړه له خپلو متحدینو سره غږیږي


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین چې تېره میاشت د حماس او اسراییلو ترمنځ په جګړه او د امریکا او چین په سرمشریزه کې بوخت و، پرون د اروپا پر لور وخوځېد څو په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو له وزیرانو سره د امریکا د یوه بل مهم لومړیتوب یعنې اوکراین په اړه خبرې وکړي.

د اروپا لپاره د امریکا جګپوړي ډيپلومات جیمز اوبراین ویلي چې له دې غونډې وروسته به بلینکین د چارشنبې په ورځ شمالي مقدونیې ته ولاړ شي څو په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان OSCE په غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي اوبراین پرون خبریالانو ته وویل تمه ده چې بلینکین به د OSCE په غونډه کې له اوکراین څخه د ملاتړ په اړه په رغنده بحثونو کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، شمالی مقدونیې چې پر اوکراین د یرغل له کبله یې د نورو لویدیځو هېوادونو ترڅنګ پر روسیې بندیزونه لګولي، منلې چې ده ته د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې د ګډون اجازه ورکړي.

روسیه هم د دې سازمان غړیتوب لري خو د روسیې د بهرنیوچارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د روسیې دولتي ټلویزیون ته وویل چې د بلینکین او لاوروف ترمنځ کومه غونډه په پام کې نه ده.

ښاغلي اوبراین په دې اړه چې بلینکین او لاوروف به سره وګوري که نه له تبصرې ډډه وکړه او ویې ویل چې د بهرنیوچارو د وزیر د لیدنو کتنو مهالوېش بدلېږي رابدلېږي.

پروسږکال د OSCE غونډه په پولنډه کې وه ،خو دې هېواد لاوروف ته په غونډه کې د ګډون اجازه ورنه کړه چې دې کار د مسکو سخته غوسه وپاروله.

د تېر ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له بې دلیله یرغل وروسته امریکايي چارواکو تر ډېره له روسیې سره د لوړې کچې تماسونه پرې کړې دي، خو له دې سره سره په تېره مارچ میاشت کې په هند کې د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې، بلینکین او لاوروف لنډه کتنه سره وکړه.

XS
SM
MD
LG