د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

روسیې او چین له لویدیځه غوښتي چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ له لویدیځ څخه غوښتنه وکړه، چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي.

دواړه مشرانو د اړیکو د ژورتیا خبر داسې مهال ورکړی چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ د اوکراین پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

د چین ولسمشر شي جین پنګ او د هغه روسي سیال ولادمیر پوتین پرون جمعه د چین په پلازمېنه پیکنګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستې مراسمو تر پیل مخکې سره وکتل.

د دوی تر کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د دواړو دولتونو ترمنځ د نامحدودې دوستۍ یادونه شوې چې د دوی په وینا د همکارۍ په برخه کې یې کوم ممانعت نه شته.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې په وروستیو کې د اوکراین پولې ته څېرمه خپل شااوخوا سل زره پوځیان ځای پر ځای کړي او له اروپا څخه یې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې ده.

روسیې په عین حال کې غوښتنه کړې چې اوکراین ته دې هېڅکله د ناټو په پوځي تړون کې د شمولیت چانس نه ورکول کېږي.

ګڼو غربي چارواکو ویلي چې روسیه غواړي د اوکراین په وړاندې پوځي اقدام ته ځان چمتو کړي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.

په داسې حال کې چې د اوکراین پر سر د کړکېچ کمېدو نښه نه لیدل کېږي، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون په ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې غربي متحدان باید روسیې ته پر اوکراین د نور یرغل د عواقبو په اړه یو څرګند او ثابت پیغام ورکړي.

د بریتانیا او جرمني صدراعظمانو دغه راز له مسکو سره د ډیالوګ پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی به د اوسني کړکېچ د ختمېدو لپاره له ټولو ډپلوماتیکو چینلونو کار واخلي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن هم پرون د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دمیترو کولیبا سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د پوځي تحکیماتو په باب بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG