د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ناورین؛ د پنا غوښتونکو خبریالانو برخلیک به څنګه شي؟


له پاکستانه یو شمېر ایستل کیدونکي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ایستل کیدونکي افغان کډوال

په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون د پاکستاني حکومت له‌خوا د بې اسناده افغان کډوالو د ایستو په اړه د یو میاشتني مهلت پای ته په نږدې کېدو، په دې هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

د دې فدراسیون مسوولین وايي، له پاکستانه د افغان خبریالانو د ویستو په اړه اندېښمن دي او په ټوله نړۍ کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې په احتمالي توګه د افغان خبریالانو د ویستو مخه ونیسي.

دې فدراسیون همدا ډول په هغو هېوادونو چې افغان خبریالان په کې د کډوالۍ کیسونه لري هم غږ کړی چې د دوی د کډوالۍ قضیې په چټکۍ مخ‌ته یوسي.

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون د فرهنګي کمېټې مسوول محمد جان تمکین ازادي راډیو ته وویل:

"سر له سبا یعنې د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو او خبریالانو د نېونې بهیر بیا پیلېږي. که چېرې دا کار وشي، ډېر شمېر هغه خبریالان چې اسناد نه‌لري او د پاکستان حکومت یې هم ویزه نه تمدید کوي، دلته له ستونزو سره مخ کېږي. که دوی بېرته خپل هېواد ته وشړل شي، بې له شکه چې د ډېرو خبریالانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي. دې مسلې د فډراسیون لپاره لویه اندېښنه جوړه کړې ده. "

محمد جان تمکین د پاکستان له حکومت هم وغوښتل چې د هغو خبریالانو ویزه نوې کړي چې غواړي نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

روند برگشت دادن مهاجرین افغان از پاکستان
روند برگشت دادن مهاجرین افغان از پاکستان

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان خبریالان د خپل راتلوونکې په اړه اندېښنه ښيي او د خبریالانو له ملاتړو ادارو غواړي د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

له دې خبریالانو یوه یې محمد رضا پارسا ازادي راډیو ته وویل، دوه کاله کېږي چې پاکستان کې دی، خو د کډوالۍ کېس یې ډېر ورو روان دی.

هغه د پاکستاني حکومت له‌خوا د بې اسناده افغانانو د ویستو په له امله د خپلې کورنۍ برخلیک ته اندېښمن دی.

پارسا وایي:

"د کورونو مالکانو له هغو افغانانو چې ویزه یې پای ته رسېدلې، غوښتي چې د نومبر له لومړۍ نېټې یې له کورونو ووځي، که موږ بیا افغانستان ته ولېږي، له ډېرو ستونزو سره مخ شوو. زموږ ژوند واقعا له ګواښ سره مخ دی او له دې امله اندېښمن یم. "

کوچیدن افغانهای مهاجر از پاکستان
کوچیدن افغانهای مهاجر از پاکستان

په پاکستان یو بل خبریال احمدشاه مروت بیا ادعا کوي چې پاکستاني پولیس هر وخت افغان خبریال نیسي، ځوروي یې، زنداني کوي یې او د رشوت له ورکولو وروسته یې بېرته پرېږدي.

"یو شمېر خبریالان چې په ویزو راغلي و، د ویزو وخت یې پای ته رسېدلی دی، اوس د دیپورت له ګواښ سره مخ دي. دا لوی ګواښ دی. موږ د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او ملګرو ملتونو غواړو چې د دې کار مخه ونیسي.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، ډېر شمېر خبریالان هم د امنیتي ستونزو او یو شمېر نور یې د بې‌روزګارۍ له امله وطن پرېښودو ته اړل شول.

له دوی یو شمېر یې لویدیځو هېوادونو د امریکا متحد‌ه‌ایالاتو د کډوالۍ کېسونه لري او د همدې لپاره پاکستان کې مېشت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG