د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د ایران استخباراتو د کرمان د بمي چاودنو د بم جوړوونکي نوم څرګند کړ


په کرمان کې د شویو مرګونو چاودنو وروسته د سیمې یو انځور
په کرمان کې د شویو مرګونو چاودنو وروسته د سیمې یو انځور

د ایران د استخباراتو وزارت د کرمان د بمي چاودنو د بم جوړوونکي نوم څرګند کړ.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، د استخباراتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چاودنو اصلي عامل د عبدالله تاجکي په مستعار نوم یو تاجکستانی و.

دا وزارت همداراز وايي، عبدالله تاجکي د ډسمبر په نولسمه له یوې ښځې او یوه ماشوم سره له جنوب ختیځو پولو په قاچاقي لارو ایران ته راغلی او د کرمان ښار په څنډه کې یې کور کرایه کړی و.

د ایران د استخباراتو وزارت تر دې وړاندې یوازې دومره ویلي وو چې د کرمان د چاودنو یو عامل د تاجکستان تبعه و او د هغه نوم یې هم نه و څرګند کړی.

د ایران د استخبارتو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، عبدالله تاجکي پر دې سربېره چې د کرمان د چاودنو لارښوونه یې کړې، د لاسي بمونو په جوړولو کې هم مهارت لري.

د دې وزارت په وینا نوموړی د بمونو له جوړولو او له چاودنو دوې ورځې مخکې له ایرانه وتلی دی.

د روانې جدي په ۱۳ مه په کرمان کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلېماني د تلین په غونډه کې دوو چاودنو تر ۹۰ ډېر کسان ووژل.

د وژل شویو کسانو په منځ کې لږترلږه ۱۲ تنه افغانان هم شامل دي.

داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د دې برید مسوولیت ومانه.

د ایران د استخباراتو وزارت وايي، د یوه انتحاري حمله کوونکي هویت څرګند شوی.

هغه چې د تاجکستان تبعه دی بازیروف بوزروف نومېږي، ۲۴ کلن او د امان الله زوی دی.

د دې خبرپاڼې پر اساس، بوزروف له تاجکستان څخه د ترکیې وان ښار ته تللی، له هغه ځایه د ایران له لارې افغانستان ته ستون شوی او د دغه هېواد په بدخشان ولایت کې له داعش سره له یو ځای کېدو څو میاشتې وروسته ایران ته ورغلی دی.

د خبرپاڼې په دوام کې ویل شوي چې د داعش دا غړی د ځايي قاچاقبرو له لوري د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سراوان ولسوالۍ له جالیق کله ګان پولې راوستل شوی او بیا د همدې ولایت خاش، ایرانشهر او جیرفت ولسوالیو او بالاخره کرمان ته تللی دی.

که څه هم د ایران د استخباراتو وزارت په خبرپاڼه کې د ګاونډي هېواد چې دا تاجکستانی وګړی ورڅخه ایران ته اوښتی، نه دی یاد شوی خو د سیستان او بلوچستان ولایت یادې سیمې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره پوله لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG