د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

داعش د ایران په کرمان کې د خونړیو چاودنو مسووولیت ومانه


د ایران په کرمان کې د وروستیو خونړیو بریدونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د ایران په کرمان کې د وروستیو خونړیو بریدونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ایران کې د چهارشنبې ورځې د خونړیو بریدونو مسوولیت ومانه.

په ایران کې د چهارشنبې ورځې تر خونړیو چاودنو څه باندې ۲۴ ساعته وروسته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو بریدونو مسوولیت ومانه.

داعش د پنجشنبې په ورځ د الرعود ویبپاڼې اړوند ټیلګرام چینل کې ویلي چې د دوی دو غړو د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د تلین په مراسمو کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد چوولي دي.

داعش تر دې وړاندې هم ایران کې د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.

د چهارشنبې ورځې چاودنې چې د وروستیو راپورونو له مخې له ۸۴ تر ۹۵ پورې شاوخوا کسان په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي، د ایران په کرمان ولایت کې چې د سلېماني پلرنی ټاټوبی دی، شوي دي.

ایرنا خبري اژانس د ایران د بیړنیو خدماتو ادارې د مشر جعفر میعادفر په حواله ویلي چې چاودنو کې ۸۴ تنه وژل شوي دي.

هغه مخکې د ۹۵ کسانو د وژنې یادونه کړې وه او په وینا یې ۲۸۴ نور ټپیان شوي هم دي.

دواړه دغه چاودنې د سلیماني قبر ته نژدې د پنځلس دقیقو په واټن کې شوي دي.

د ایران حکومت پرون پنجشنبه د دغې پېښې په ویر ملي ماتم اعلان کړی و.

ایراني چارواکو بیا اسراییل او امریکا په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي، خو امریکایي چاروکو ویلي، دوی او اسراییل بریدونو کې لاس نه لري.

دغو چاودنو په داسې حال کې چې په غزه کې د اسراییل او حماس جګړه روانه ده، په سیمه کې د جګړې د پراخوالي اندېښنه پيدا کړې ده.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني د ایران ملاتړ له ځان سره لري.

بل لورته په یمن کې حوثي وسله‌والو چې د ایران له ملاتړه برخمن دي په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په ایران کې شوې چاودنې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو غندلي دي.

د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ابرام پیلی د ازادي راډيو د ایران څانګې راډیو فردا ته ویلي چې واشنګټن دغه بریدونه له نژدې ارزوي او نوموړي د ملکیانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG