د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ایرانۍ رسنۍ: د کرمان په خونړیو چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي

د ایران په کرمان کې د جنورۍ په درېیمه د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د تلین پر مهال د شویو خونړیو چاودنو له کبله نژدې سل کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. انځور له چاودنې وروسته له سیمې اخیستل شوی دی.

د ایران ایرنا دولتي اژانس خبر ورکړی چې د کرمان د چاودنو د قربانیانو په ډله کې ۱۲ تنه افغانان دي.

په کرمان کې د جنوري په درېیمه د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د تلین پر مهال دوې خونړۍ چاودنې وشوې چې نژدې سل تنه په‌کې ووژل شول.

د دې بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

قاسم سلیماني په ۲۰۲م کال کې په عراق کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې وژل شوی و.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي نن د کرمان د چاودنو د قربانیانو د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې وویل چې خپل غچ به واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG