د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

په ايران کې دولتي هيئت له خونړيو چاودنو وروسته عمومي وير اعلان کړی


چاودنې د قاسم سلېماني د څلورم تلين په مراسمو کې شوې دي.
چاودنې د قاسم سلېماني د څلورم تلين په مراسمو کې شوې دي.

په ایران کې دولتي هیئت د پرونیو غبرګو چاودنو له کبله 'عمومي ویر' اعلان کړی دی.

په خبري اژانسونو کې په خپرو کړو تصاویرو کې ښکاري چې له پرونیو غبرګو چاودنو وروسته هره خوا مړي او ټپیان پراته دي.

په پرونیو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

ويل کېږي د مړو او ټپيانو شمېر له دې زيات شي.

د ایران په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت په مراسمو کې د چاودنو له کبله د ایران دولتي هیئت نن پنجشنبه په ټول ایران کې عمومي ویر اعلان کړی دی.

د کرمان د والي مرستیال تر دې پېښې وروسته دا پېښه یوه تروریستي حمله وبلله او د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ورته د توطیې خطاب کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش دا حمله په سخته غندلې ده، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د حملې د غندلو تر څنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ده په وینا د دې پېښې عاملان به وپېژندل شي او مجارت کېږي به.

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي په یوه اعلامیه کې د دې پېښې د سخت ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره شپه په یوه اعلامیه کې دا یو تروریستي عمل او د بشرضد جنایت بللی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د دې پېښې له کبله د ایران له مشرتابه سره خواخوږي ښودلې ده.

ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن پنجشنبه ترکیې ته سفر وکړي.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي
د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي

اروپايي ټولنې هم د ایران په کرمان کې پرونۍ چاودنې وغندلې او د دې ټولنې د بهرني سیاست ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې اروپايي ټولنه د ایران له خلکو سره خپل پیوستون ښيي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین هم دغه حمله په سختو ټکو غندلې او د ایران له مشرتابه سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

د ایران د ځینو نورو چارواکو په څېر د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر هم د خواخوږۍ په یوه پیغام کې اسراييل د دې پېښې عامل بللی، خو اسرايیل په دې باب څه نه دي ویلي.

د امریکا متحدو ایالتونو پرون ویلي، په دې پېښه کې امریکا یا هم اسراییل لاس نه لري.

د ایران ایرنا خبري اژانس وايي، لومړۍ چاودنې د قاسم سلیماني د قبر په ۷۰۰ مترۍ او بله په یو کیلومترۍ کې شوې ده.

دا پېښه داسې وخت کېږي چې په غزه کې د اسراييل او حماس افراطي ډلې ترمنځ چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو ترویستي سازمان ګڼي او ایران یې په ملاتړ تورن دی، شخړې روانې دي.

قاسم سلیماني په ایران کې د خپل وخت له پیاوړو څېرو و، چې په سیمه کې د ایران د پالیسیو عمده طراح ګڼل کېده.

سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې پر درېیمه د عراق د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا د متحدو ایالتونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

په ۲۰۲۰م کال کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د ګڼه ګوڼې او ټېل ماټېل له کبله لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ژوبل شوي وو.

په بل تحول کې، په لبنان کې د حماس سخت دریځې ډلې د یوه مشر صالح العروري وژل کېدو غبرګونونه پارولي او سیمه کې یې د کړکېچ د زیاتېدو ګواښ ډېر کړی دی.

العروري او د هغه څینې ملګري د سه شنبې پر ماښام د لبنان په مرکز بیروت کې په ظاهره د اسراییلو په هوایي حمله کې ووژل شول.

د ایران د دفاع وزیر محمد رضا قرایي اشتیاني ویلي چې په بیروت کې د حماس د یوه مشر صالح العروري وژل کېدل به عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG