د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د اروپايي پارلمان مشره: اروپايي ټولنه به د اوکراین تر څنګ ولاړه وي


د اروپا د پارلمان مشره روبرتا میتسولا
د اروپا د پارلمان مشره روبرتا میتسولا

د اروپايي پارلمان مشره وايي، له اوکراین سره به همکاري په کییف کې د دایمي حضور له لارې پیاوړې شي.

د اروپا د پارلمان مشره روبرتا میتسولا وايي، اروپايي ټولنه به د اوکراین تر څنګ ولاړه وي.

میتسولا د اوکراین د پارلمان له رییس سره د همکارۍ د یادداشت تر لاسلیک وروسته، په بروکسل کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "دا همکاري به په کییف کې د اروپایي اتحادیې د پارلمان د دایمي حضور د رامنځته کولو په اړه زموږ له اوسنۍ پرېکړې سره لا پیاوړې شي."

د اوکراین د پارلمان رییس روسلان سټیفانچوک هم په دغه خبري کنفرانس کې د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل: "هغه څه چې نن پېښ شول یقیناً تاریخي دي. هوکړه لیک چې موږ نن لاسلیک کړ، د اوکراین او اروپا د راتلونکي پرمختګ لپاره به یو مهم پړاو وي. زموږ د پارلمانونو ترمنځ به روښانه همکاري وي. په کییف کې د اروپايي پارلمان د استازولۍ په جوړولو سره د تاسو له باوره مننه کوم."

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د دغه اتحاد د ۳۱ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې امریکا متحده ایالتونه دې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

هغه دې په پام دا خبره وکړه چې ځينې جمهوري غوښتونکي امریکایي استازي له کییف سره د واشنګتن د مرستو په اړه متردده دي.

ینس سټولټنبرګ دا هم وویل چې د ناټو متحدینو په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په بې‌ساري ډول له اوکراین سره پوځي مرستې کړې دي.

د سټولټنبرګ په وینا، دې ملاتړ اوکراین ته اجازه ورکړې چې "روسي ځواکونو ته درانه زیانونه واړوي،" نو ځکه د اوکراین ملاتړ باید دوام ومومي.

سټولټنبرګ له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو د دوام په اړه ډاډ څرګند کړ چې تر اوسه له ۴۰ میلیاردو ډالرو څخه اوښتي او دوام به ولري.

د اوکراین پر ضد د روسي ځواکونو لوی غیرعادلانه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پیل شو، لا هم دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG