د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د بشري حقونو د څار ډله: افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې اصلي مقاومت کوونکې ښځې دي


افغان نجونې او ښځې کابل کې د لاريون پر مهال - ارشيف
افغان نجونې او ښځې کابل کې د لاريون پر مهال - ارشيف

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې افغان ښځې د طالبانو په وړاندې اصلي مقاومت کوونکي بللي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې، ښځو په تېر یوه کال کې بې له دې چې ستړیا ومني، اعتراضونو ته دوام ورکړی څو اساسي حقونه يې ورکړای شي.

راپور وايي چې افغان ښځو د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د مساوات، حقونو، عدالت او سولې لپاره مبارزه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان همدا راز ویلي، د ښځو اعتراضونو او مبارزې له دې سره سره دوام کړی چې طالبانو د هغوی نیونو او ځپنو ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې وړاندې راغلي، ښځو په اکثرو مظاهرو کې د ډوډۍ، کار او ازادۍ نارې وهلي دي.

له بلې خوا پرون په لندن کې د برېتانیا صدراعظمې لیز ترس د افغان نجونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د خپل هېواد د پارلمان غونډې ته یې وویل، هڅه کوي چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته مالي مرسته زیاته کړي.

ليز ترس
ليز ترس

اغلې ترس وويل: "څه چې په افغانستان کې کېږي، د ډېرې اندېښنې وړ دي. بیرېږم چې ښايي د افغان ښځو او نجونو حقونه او فرصتونه په ټولو برخو کې شاتګ وکړي. څه چې موږ کړي دا دي چې ډاډه شو ښځو او نجونو ته زموږ بودجه احیا شي. د بهرنیو چارو وزیر به خوشاله شي چې له یوې ډلې سره په دې اړه پر نورو ګامونو خبرې وکړي."

" بیرېږم چې ښايي د افغان ښځو او نجونو حقونه او فرصتونه په ټولو برخو کې شاتګ وکړي. "

په همدې حال کې پرون د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدربار وویل چې نړیوالو افغانستان هېر کړی دی.

دې ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې په افغانستان کې بشري بحران او د بشري حقونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله.

هيدر ويلي: "د اوکراین تر جګړې مخکې هم د نړۍ د ډېرو مشرانو لېوالتیا نهیلوونکې وه او احساسېده چې د افغانستان بحران یې هېر کړی دی. اوس احساسیږي چې نړۍ افغانستان بیخي هېر کړی دی. په داسې حال کې چې د افغانستان بشري وضعیت د ناوړه کېدو خوا ته روان دی او په افغانستان کې بشري بحران هم ناحل شوی پاتې دی."

تر دې یوه ورځ وړاندې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل افغانستان ته د نه پاملرنې له کبله پر نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ.

ښاغلي بوریل د اروپايي اتحادیې د سفیرانو په غونډه کې وویل: "تېر کال ټولو د افغانستان په اړه خبرې کولې، خو اوس افغانستان چېري دی؟ نور د ورځپاڼو پر لومړي مخ د افغانستان نوم نه لیدل کېږي او لکه چې اصلاً افغانستان نه‌شته."

بوریل وویل چې د اوکراین د جګړې له کبله افغانستان هېر شوی خو باید داسې ونه‌شي.

یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره په دې شرط د تعامل غوښتونکي دي چې طالبان بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه ومني، پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او له افغانستانه بل هیواد ته خطر پېښ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG