د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

برېتانيا کې زرګونه افغان پناه غوښتونکي دايمي کورونو ته لېږدول کېږي


ارشيف
ارشيف

د برېتانیا حکومت پرون سه‌شنبه (د مارچ ۲۸مه) اعلان وکړ، چې شا و خوا اته زره افغان پناه غوښتونکي په هوټلونو کې د دوی له موقتي استوګنځیو، دایمي کورونو ته انتقالوي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته برېتانیا تر اوسه د ۲۴زره افغان پناه غوښتونکو هرکلی کړی، چې له دې ډلې اته زره یې ماشومان دي، چې لا هم په هوټلونو کې په موقتي استوګنځیو کې شپې ورځې سبا کوي.

د برېتانیا د سابقه لرونکو د چارو وزیر جاني مرسر (Johnny Mercer) پرون د برېتانیا پارلمان ته وویل، چې دا وضعیت دوام نه‌کوي او باید بدل شي.

هغه وویل، برېتانیا غواړي خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او له افغانانو سره مرسته وکړي چې مستقل استوګنځي ولري.

یوې افغان پناه غوښتونکې رزما ځاځۍ به په موقتي استوګنځیو کې د څو میاشتو له تېرولو وروسته څو میاشتې مخکې یوه کور ته ولېږدول شي.

نوموړې وويل: "یوازنۍ ستونزه د کور نه‌شتون دی، چې د دوی زیاتره په هوټل کې پاتې کېږي. که څه هم د برېتانیا حکومت هڅه کوي دوی ته کورونه په پام کې ونیسي، خو د کورونو مالکان هغو کسانو ته کورونه په کرایه نه ورکوي چې دوی یونیورسل اخلي. دا سبب کېږي چې دوی ډېره موده په هوټل کې پاتې شي."

د احمدشاه احمد په نوم بل افغان پناه غوښتونکی له پنځو میاشتو راهیسې د لندن په یوه هوټل کې په موقت استوګنځي کې اوسي.

"د حکومت دغه پرېکړه به زموږ لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري

هغه ازادي راډیو ته وویل په هوټل کې ژوند کول خپلې ستونزې لري، خو پر دې پرېکړه چې دایمي کورونو ته لېږدول کېږي، دومره خوښ نه ښکاري.

نوموړی وايي: "د حکومت دغه پرېکړه به زموږ لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري، ځکه په لومړیو کې له محیط سره نابلده وو، اوس په یوه نوي چاپېریال کې ژوند کول به زموږ روحي حالت لا خراب کړي. دا به د اوکراینیانو په پرتله له افغانانو سره د حکومت د دوه ګوني چلند دوام کوي."

د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۲م کال لپاره په خپل نړیوال راپور کې ویلي، که څه هم اروپايي هېوادونه د اوکراین د پناه غوښتونکو هرکلی کوي، خو دغه هېوادونه د هغو وګړو په وړاندې چې په سوریه، افغانستان او لیبیا کې له جګړو تښتېدلي دي، دومره زړه سوی نه ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG