د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د اسپانیا صدراعظم: اوکراین په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب وړتیا لري


د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او چپ لور ته د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او چپ لور ته د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز د روغبړ پر مهال

د اسپانیا صدراعظم داسې مهال چې هېواد یې پرون د اروپايي ټولنې د شورا شپږ میاشتنې دوره يي مشري پیل کړه، اوکراین ته سفر وکړ.

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز وايي، په اروپايي ټولنه کې غړیتوب، د اوکراین د خلکو ارمان او هغه پلمه وه چې د روسیې غبرګون یې وپاراوه او په نتیجه کې یې روسیې پر دې هېواد یرغل وکړ.

سانچز پرون د جولای لومړۍ نېټه د اوکراین پارلمان ته په وینا کې وویل، دې ارمان ته درناوی په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د غړيتوب د نوماندۍ په ورکولو سره امکان لري او د نوموړي په وینا د اوکراین په اندازه هېڅ بل هېواد دا وړتیا نه لري.

هغه وویل: "کییف ته زما له سفر مخکې په فبروري میاشت کې په مادرید کې یوه کس، چې د اوکراین د خلکو روحیې حیران کړی و، له ما وپوښتل چې آیا دوی ډارېږي؟ کله چې له کییف څخه بېرته راستون شوم دې پوښتنې ته مې یو واضح ځواب درلود او ومې ویل، ګورئ، اوکراینیان نه وېرېږي، هغوی به بریالي کېږي. ښايي دا کار ډېرې اونۍ او میاشتې وخت ونیسي، اوښکې، وینې او خولې به توی شي، خو اوکراین به دا جګړه ګټي."

د اسپانیا صدراعظم زیاته کړه، چې دی پوهېږي په اروپايي ټولنه کې د اوکراین غړيتوب آسانه پروسه نه ده، په تېره بیا اوس چې هلته جګړه روانه ده، ډېر بدلونونه، اصلاحات او قرباني غواړي.

پدرو سانچز د اوکراین په پارلمان کې په خپله مخکینۍ وینا کې د اوکراین د اقتصادي بیارغونې لپاره له کییف سره د ۵۵ میلیون یورو چې د ۶۰ میلیون ډالرو معادل کېږي، اضافي مالي مرسته اعلان کړې وه.

اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال
اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال

سانچز پرون د جولای په لومړۍ نېټه چې د اروپايي ټولنې د شورا د دوره يي مشرۍ لپاره د اسپانیا وار پیل شو، له اوکراین څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ پر دوام د ټینګار او له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او نورو اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره کییف ته ولاړ.

له بلې خوا پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر پر مسکو د بندیزونو د یوولسمې بستې له اعلان څخه یوه اونۍ وروسته ولسمشر زیلینسکي پرون شنبې د روسیې او د روسیې پر متحدو ۱۹۰ وګړو او ۲۹۰ حقوقي شخصیتونو تازه بندیزونه اعلان کړل.

زیلینسکي وویل په نویو بندیزونو کې د ګرجستان د هوايي چلند یو شرکت چې په دې وروستیو کې یې روسیې ته الوتنې پیل کړې دي او د دې شرکت مشر هم شامل دي.

د زیلینسکي په وینا، د روسیې د علمي، هوايي او فضايي ادارو یو شمېر چارواکي او د بېلاروس او قزاقستان ځینې شرکتونه هم په دې بندیزونو کې په نښه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG