د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

نن دوشنبه په سویلي او لوېديځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيلېږي


ارشیف: په کندهار کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کندهار کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال

"ماشومان خو زما دا يو کلينک ته تللی و واکسين شوی دی او دا نور نه‌دي واکسين شوي."

عبدالسلام چې د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی او د اته ماشومانو پلار دی وايي، درې یې ماشومان یې له پنځو کلونو کم عمره دي او يوه اوونۍ مخکې د تورخم له لارې افغانستان ته راستوی شوی، خو په خبره یې افغانستان ته د را اوښتو پر مهال يې ماشومان نه‌دي واکسين شوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "تورخم دروازه باندې چې را واوښتو هلته خو بيخي واکسين نه‌دی شوی، دا يو ماشوم چې ناروغ و، کلينیک ته مو يووړ، هلته يې واکسين کړ، نور ټول ماشومان مو بې‌ واکسينه پاتې دي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې په افغانستان کې د پولیو واکسین یوې مسوولې سرچینې چې د اجازې د نه درلودلو له کبله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی له پاکستانه، افغانستان ته په راغلو څوارلس لارو له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د واکسین لپاره خپلو ټیمونو ته دنده ورکړې ده.

خو ادم خان چې د چمن-سپين بولدک دروازې له لارې راستون شوی، وايي چې ماشومان يې د ګوزڼ په وړاندې واکسين شوي دي.

هغه وايي: "موږ د پاکستان په پنجاب کې اوسېدلو، افغانستان ته راغلو، دلته مو ماشومانو ته واکسين وشو."

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 20, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 20, 2023

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' د لیندۍ په پنځمه اندېښنه ښودلې وه چې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج د نورو مسئلو ترڅنګ په افغانانو کې د پولیو د ناروغۍ خطر رامنځته کوي.

افغانستان او ګاونډي پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د پولیو ناروغي له‌منځه نه‌ده تللې.

په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې.

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د مخنیوي پروګرام د روان لمریز کال په تلې میاشت کې ویلي وو چې په پېښور، کراچۍ، چمن او راولپنډۍ ښارونو کې یې د پولیو ویروس محیطي بېلګې تایید کړي دي.

د دغه پروګرام مسوولانو زیاته کړې وه چې دا نمونې د سپټمبر او روان اکټوبر په میاشتو کې اخیستل شوي او د پولیو ویروس یې په کې معلوم کړی دی.

دا چې د طالبانو حکومت د پوليو د واکسين تطبيق او دغه شان په‌دې اړه د پوهاوي په برخه کې څه پلان لري، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت د مسوولانو نظر ولري، خو وياند يې شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر آژانس پرون د يکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په لوېديځو او سویلي ولايتونو کې به د دوشنبې په ورځ د پوليو واکسين د تطبيق څلور ورځنی کمپاين پيل شي.

په خبر کې په دې اړه ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د روغتیا پالانو په وینا، پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې فلج کوونکې ناروغۍ څخه وژغوري.

د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نورالله چمتو کورنیو ته سپارښتنه لري: "پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده چې د ماشومانو د فلج لامل کېږي، مور او پلار ته دايمي رنځ او ځوروونکی دی، چې دوی خپل ماشوم ويني چې ځان ته رسیدګي نه‌شي کولی. د دې لپاره چې د دې ناروغۍ مخنيوی وشي، ماشوم بايد واکسين شي."

مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو د مخنیوي پروګرام مسوولانو او یو شمېر واکسیناتورانو ازادي راډیو ته ویلي وو، کورنۍ له دوی سره لازمه همکاري نه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه مخکې ویلي، په افغانستان کې هغه کورنۍ چې د ماشومانو له واکسينه ډډه کوي د پولیو ویروس له خپرېدو سره مرسته کوي.

'ډبلیو‌ ایچ‌ او' د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو ډېر او نامنظم تګ راتګ په دغه هېواد کې د پولیو ویروس د خپرېدو مهم لامل بللی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG