د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین کمپاین پیل شو


د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین کمپاین پیل شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، شااوخوا شپږ میليونه ماشومانو ته به چې عمرونه‌یې له پنځه کلنۍ کم دي، په دې کمپاین کې د ګوزڼ د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د دغه وزارت د پولیو د له‌‌‌منځه وړلو د پروګرام مسؤل ډاکتر میوند احمدزي نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۳» ازادي راډيو ته وویل، دا کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان او د یونېسف ادارې په همکارۍ ترسره کېږي.

نوموړي وویل، د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تر اوسه د پولیو ۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي احمدزي وویل:

"تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوې دي او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر دې دمه د پولیو ۳ پېښې ثبت شوي چې یوه پېښه د کندهار په سپین بولدک او بله‌یې په شاه ولي‌کوټ او یوه پېښه هم د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ثبت شوې ده."

نوموړي وویل، دا په روان میلادي کال کې دوهم کمپاین دی چې د درېیو ورځو په اوږدو کې به د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو او د ختیځو په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي، ترسره شي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، لاهم د روانو ناامنیو له کبله د ۶۰ زرو په شااوخوا کې افغان ماشومان په بېلابېلو نا امنو سیمو کې د ګوزڼ له واکسینه بې‌برخې پاتې کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د پولیو د واکسین لپاره د ۹۵ سلنه ساحو امنیت نیولی او د پاتې نورو لپاره هم د دیني عالمانو په مرسته، هڅه کوي چې د پولیو واکسین ته زمینه برابره شي.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له افغانستان، پاکستان او نایجیریا پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختمه شوې او اوس نړۍ په دې فکر کې ده چې په دغو هېوادونو کې هم ژر تر ژره ختمه شي.

افغان ماشومان
افغان ماشومان

په همدې حال کې دیني عالم مولوی احسان‌الحق حنفي وايي، ټول دیني عالمان مکلف دي چې د پولیو د واکسین په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو افغانستان له دغې ویروسي ناروغۍ خلاص شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"علمأ کرام مکلف دي چې د عقایدو تر څنګ، د خلکو په روغتیا باندې هم پاملرنه وکړي او هغه څه چې انسان ته مضر او خطرناک دي، دغه دنده هم دوی ادأ کړي چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او له ټولو هغو کړنو ځان وساتي چې دوی ته زیان رسوي."

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم له دیني عالمانو، د ټولنې د مشرانو او له مخورو غواړي چې د پولیو له ټیمونو سره همکاري وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG