د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

امریکا، اسټرالیا، جاپان او هند د کرونا واکسین د تولید په پراخېدو هوکړه وکړه


د کرونا ضد واکسین
د کرونا ضد واکسین

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن او د استرالیا، هند او جاپان مشرانو په هند کې د کرونا ضد واکسین د تولید د ډیرېدو پر طرحې موافقه وکړه.

دا موافقه د جمعې (د کب ۲۲مه) په ورځ د دغو مشرانو په انلاین غونډه کې وشوه.

د امریکا ولسمشر دا موافقه یو نوی ګډ مشارکت وباله چې د واکسین د تولید کچه لوړوي او د ټولې هندو پسفیک سیمه به ګټه ترې واخلي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن

د 'کواد' په نامه د دغې ډلې د غړو هېوادونو پرونۍ (جمعه د کب ۲۲مه) غونډه د دې هېوادونو د مشرانو په سطح لومړنۍ غونډه وه او داسې مهال ترسره شوه چې د ولسمشر بایډن اداره پر هندو پسفیک سیمې د چین د اقتصادي او پوځي ودې پر وړاندې ټینګار کوي.

'کواد' یا څلور اړخیزه امنتیي خبرې اترې چې د اسټرالیا، هند، جاپان او متحده ایالاتو تر منځ غیر رسمي ستراتیژیک فورم دی او د غړو هېوادونو ترمنځ د نیمه منظمو ناستو سربېره پوځي تمرینونه او د معلومات تبادله په کې کېږي.

د کرونا ضد واکسین هغه چې چین جوړ کړی دی.
د کرونا ضد واکسین هغه چې چین جوړ کړی دی.

دغو مشرانو په یوه ګډ بیان کې وویل: "خپلې طبي، علمي، مالي، تولید او پراختیایې وړتیاوې له یو بل سره نښلوي او د واکسین د اغېزمن او خوندي ویش لپاره د متخصصینو یوه کاري ډله جوړوي."

شنونکي وایي، دا څلور هېوادونه غواړي نړیوال واکسیناسیون پراخ کړي او په نړۍ او د اسیا په جنوب ختیځ کې د چین د مخ پر ودې واکسیناسیون او ډیپلوماسۍ سره مقابله وکړي.

هند په نړۍ کې د واکسین لوی تولیدوونکی دی.

د جاپان صدراعظم یوشیهیده سوګا
د جاپان صدراعظم یوشیهیده سوګا

د جاپان صدراعظم یوشیهیده سوګا وویل چې غواړي دا هېوادونه د یوې ازادې هندو پسفیک سیمې لپاره په قوت ګامونه واخلي او د سولې، ثبات او هوساینې په شمول د کرونا ویروس پر وړاندې د پام وړ همکارۍ ولري.

د هند صدارعظم نریندرا مودي او د استرالیا صدراعظم سکات موریسون د دې غونډې دوه نور ګډون کوونکي وو.

د استرالیا صدراعظم سکات موریسون
د استرالیا صدراعظم سکات موریسون

موریسن خبریالانو ته وویل: "کله چې حکومتونه په تر ټولو لویه سطح سره راټولېږي، دا په هندو پسفیک کې د سولې او ثبات برخه کې د یوې نوې سطحې همکارۍ ښکارندویې کوي."

XS
SM
MD
LG