د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

يونېسف: شپږ نيم ميليونه افغان ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين کمپاین روان دی


ارشیف: یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي
ارشیف: یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وايي، د شپږ نیمو میليونو افغان ماشومانو د پولیو واکسین ښه پر مخ روان دی.

د یونېسف متخصصین وايي، ډېره مهمه ده چې افغان ماشومان واکسین شي ځکه لسګونه زره داسې ماشومان شته چې په ژوند یې واکسین نه‌دی ترلاسه کړی.

د یونېسف افغانستان څانګې د پولیو د روان کمپاین پر مهال د ماشومانو د واکسین یو ویډیويي پيغام خپور کړی دی.

په دې ویډیويي پيغام کې یوې افغانې روغتیاپالې چې له یونېسف سره کار کوي د پولیو د اهمیت په اړه ویلي: "د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ کال اداري ارقام ښيي چې ۱۱۷ زره زیرو ډوز ماشومان دي. په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د پولیو، سرخکان او نورو ویروسي ناروغیو له څپو سره مخ شوی دی. موږ باید واکسیناسیون دوامداره وساتو. د ماشومانو ژوند پورې تړلی دی. زموږ تمویلونکي او مرستندویان باید د ماشومانو د معافیت مسئلې ته لومړیتوب ورکړي."

په افغانستان کې د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو د پولیو واکسین وروسته تر هغه پیل شو چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په یوه اوونۍ د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
په افغانستان کې د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو د پولیو واکسین وروسته تر هغه پیل شو چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په یوه اوونۍ د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

یونېسف وايي، د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ۲۳ ولایتونو کې دوام لري.

د یونېسف د واکسین د پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول سید کمال شاه ازادي راډیو ته بېګا د کمپاین د تطبیق په اړه وویل: "د پولیو ناروغي په وړاندې کمپاین د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې دوام لري. زموږ هڅه دا ده چې د دې کمپاین په ترڅ کې تر هر وروستي ماشوم پورې ورسېږو څو د پولیو ناروغي کومې پېښې چې رامنځته شوي یا د ویروس د خپرېدو خطر دی د هغه مخنیوی وکړل شي او په ضمن کې د ماشومانو معافیت لوړ یوړل شي څو دوی د دې ناروغۍ تر اغېز لاندې رانه‌شي. دا کمپاین به تر پنجشنبې پورې ادامه لري تر اوسه خو ډېر په ښه توګه سره روان دی."

کمال شاه زیاته کړه چې د پولیو د روان واکسیناسیون تر پای وروسته به معلومه شي چې دا وار له پلان شوې اندازې څومره ماشومانو ته واکسین لګول شوی.

په افغانستان کې د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو د پولیو واکسین وروسته تر هغه پیل شو چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په یوه اوونۍ د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ اکثرې پېښې د افغانستان په ختیځو او جنوب لوېدیځو سیمو کې تر سترګو شوي چې له پاکستان سره پراخې پولې لري.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په‌کې په بشپړه توګه نه‌ده له منځه تللې او د ماشومانو ژوند ګواښي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG