د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

طالبانو په هرات کې د نجونو د زده کړو یو شمېر ښوونيز مرکزونه تړلي


په هرات کې د نجونو یو ښوونیز مرکز چې د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
په هرات کې د نجونو یو ښوونیز مرکز چې د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د نجونو د زده کړو ځينې ښوونيز مرکزونه تړلي دي.

یو شمېر نجونو چې په دغو ښوونیزو مرکزونو کې یې زده کړې کولې، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو د حکومت لخوا په بېلابېلو فرمانونو کې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شوي او اوس د دوی یوازېنۍ هیله هم ترې واخیستل شوه.

سعيره وفا یوه له دغو نجونو څخه ده چې په یو ښوونیز مرکز کې یې انګلیسي زده کوله، خو نن د دغه ښوونیز مرکز د تړلو دروازو شاته ولاړه ده.

هغې وويل: "نن لاړم چې درس ووايم، يوه پاڼه مې وليده چې د پوهنې رياست لخوا پرېکړه شوې وه چې مرکز تړل شوى ډېره ناهیلې شوم. له ځان سره مې وويل چې ټولې دروازې زموږ پر مخ تړلې دي."

بهار، یوه بله نجلۍ ده چې په یو ښوونيز مرکز کې يې ټافل آزموينې لپاره چمتووالی نیوه، دا هم وايي چې دې خبر دا ډېره ناهیلې کړې ده.

هغې زیاته کړه: "په داسې حال کې چې نړۍ د ټکنالوجۍ او پرمختګ په اړه خبرې کوي، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې موږ افغانې نجونې په کور کې ډک زړه پاتې کېږو."

نوموړې زياتوي چې د دوی ښوونکي ښځې وې او د مرکزونو مسوولانو ورته ویلي چې د طالبانو حکومت دغه مرکزونه ځکه تړلي چې ښځو ته ولې انګلیسي ژبه تدریس کوئ.

په هرات کې د ښوونيزو مرکزونو د تړل کېدو په تړاو په خپره شوې اطلاعيه کې د دغو مرکزونو مسوولانو لیکلي چې د پوهنې ریاست د پرېکړې پر بنسټ به دغه مرکزونه تر بل امر پورې تړلي وي.
په هرات کې د ښوونيزو مرکزونو د تړل کېدو په تړاو په خپره شوې اطلاعيه کې د دغو مرکزونو مسوولانو لیکلي چې د پوهنې ریاست د پرېکړې پر بنسټ به دغه مرکزونه تر بل امر پورې تړلي وي.

د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله مسعوده حکيمي چې د پوهنتون د دروازو تر تړل کېدو وروسته یې په انګلیسي ژبه زده کړې کولې، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل: "پرون یې د نجونو ښوونیز مرکزونه وتړل. حتی په ځینو تعلیمي مرکزونو کې له دوی سره ډېر ناسم چلند وشو. موږ له ذهني پلوه اصلاً ښې نه یو او نه په دې پوهېږو چې زموږ راتلونکی به څنګه وي."

دا نجونې له نړيوالې ټولنې غواړي، طالبانو ته ووايي چې د ښځو پر وړاندې محدوديتونه لرې کړي، څو دوی عادي ژوند ولري.

په همدې حال کې په هرات کې د يوه ښوونيز مرکز مسوول وايي چې طالبانو دغه مرکزونه د ښځو او نجونو پر مخ ځکه تړلي چې د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې یې په کې کولې.

هغه ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ادعا کړې چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ښځې باید یوازې د دیني او عقيدتي زده کړو په ټولګیو کې برخه واخلي.

په هرات کې د ښوونيزو مرکزونو د تړل کېدو په تړاو په خپره شوې اطلاعيه کې د دغو مرکزونو مسوولانو لیکلي چې د پوهنې ریاست د پرېکړې پر بنسټ به دغه مرکزونه تر بل امر پورې تړلي وي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په هرات کې د طالبانو د حکومت له خوا د دغو ښوونیزو مرکزونو د تړلو د لامل او د يادو ادعاو په اړه په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو نظر هم ولري، خو د دې ادارې ویاند او د طالبانو د حکومت نورو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د ١٤٠١ کال د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت مرکزي او ولايتي رياستونو ته مکتوب استولی و چې د دوى د کابینې د پرېکړې پر بنسټ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د نجونو لپاره کورسونه به تر بل امر پورې تړلې وي.

د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو د نورو بنديزونو تر څنګ د تېر کال له ډسمبر میاشتې راهیسې نجونې پوهنتونونو کې له لوړو رده کړو هم راګرځولې دي.

د دې بنديزونو په تړاو له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره سره طالبانو پر ښځو او نجونو له يادو بندیزونو يو هم نه دي لرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG