د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په خوست کې د رضاء کارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د خوست چارواکو له رضاء کارانو غوښتنه وکړه چې د نورو ټولنیزو فعالیتونو ترڅنګ دې، په ټولنه کې د ځینو ناسمو دودونو او نشه‌يي توکو د کارونې په مخینوي، ښوونځیو ته د ماشومانو په هڅونه او همدارنګه د سوله‌ییز فکر په خورولو کې خپله ونډه پراخه کړي.

دوی نن د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د ډیسمبر پنځمې یا د رضاء کارانو د نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې دا هم وویل، ولایتي اداره چمتو ده چې په ټولنیزو برخو کې رضاء کارانو ته د فعالیتونو د لازمو شرایطو په برابرولو کې همکاري وکړي.

د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل چې د ځايي ادارې په استازیتوب يې په‌دې غونډه کې خبرې وکړې وویل، رضاء کاره فعالیتونه د یوې ټولنې د لوړ کلتور او د وګړو د ملي او بشري احساس ښکارندويي کوي.

د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل
د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل

ده له رضاء کارانو غوښتنه وکړه چې د نورو ټولنیزو خدمتونو ترڅنګ دې، په ټولنه کې د یو شمېر ناوړو دودونو او نشه‎يي توکو د مخنیوي، د سولې ټېنګښت او زده‎کړو ته د ماشومانو او نوي نسل په هڅونه کې خپله ونډه پراخه کړي.

په خوست کې د رضاء کارانو نړیواله ورځ د عامه کتابتون په ودانۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، لېنکن ښوونیز مرکز، د نشه‎يي توکو پرضد ریاست او د نري رنځ د درملنې مرکز له‎خوا په ګډه رابلل شوې وه چې د مدني ټولنو، ټولنیزو سازمانونو او ولایتي شورا غړو او په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ځوانو رضاء کارانو برخه درلوده.

د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني وویل چې رضاء کاره فعالیتونه په ټولنه کې د ښه والي، پرمختیا او د خلکو د ستونزو د حلولو لپاره وي.

ده وویل، د رضاء کارۍ کلتور په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو په وروستیو کلونو کې دې برخې یو څه زیان لیدلی دی.

د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني
د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدامین شاه الفت وویل چې له مرکز سربېره باید په ولسوالیو کې هم د رضاء کارو ډلې جوړې او په‎دې توګه کرار-کرار د رضاء کارۍ دود په اساسي ډول خور شي.

په خوست کې د انفرادي اشخاصو او ډلو ترڅنګ یو شمېر ټولنیز او ښوونیز مرکزونه هم رضاء کارانه فعالیتونه ترسره کوي.

د خوست لېنکن مرکز مسوول جاوېد خان وايي چې د دوی مرکز ماشومانو، نجونو او ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د تدریس په برخو کې وړیا پروګرامونه لري، همدارنګه دوی د ښار په پاکولو، د نیالګیو په کېنولو او اوبولو او په ژمي کې د غریبو کورنیو لپاره له سوداګرو او شتمنو څخه د تودو جامو په راټولو او ویشلو کې رضاء کارانه فعالیتونه سرته رسولي دي.

په‌دې غونډه کې یو شمېر رضاء کارو ځوانانو ته برابرې شوې تحفې هم وویشل شوې.

رشیدالله همدرد د هغو ځوانانو له ډلې یو وو چې رضاء کارانه فعالیتونه يې وستایل شول، نوموړی وايي:

"په روژه او لوی اختر کې مو د ټولنې له شتمنو کسانو څخه ۴۵۰ کورنیو ته مو نغدې پیسې راټولې کړي او په غریبانو مو وویشلې، د شتمنو په مرسته مو تر ۶۵۰ نیالګي کینولي دي چې هغه نیالګي اوس هم ساتو او اوبه ورکوو، یو شمېر استنادي دیوالونه چې تر ګواښ لاندې وو، هغه مو بېرته ترمیم کړي دي، د کلیو ویالې مو پاکې کړي دي، د ټولنې د ټولو افرادو مسوولیت دی چې د دولت سره په تفاهم رضاء کارانه کارونه وکړي."

په خوست کې د یادې لمانځ‌غونډې ګډونوالو ویل، که په ټولنه کې د رضاء کارانو فعالیتونه ښه تنظیم او منسجم شي او د هغوی د هڅونې او تشویق لپاره ځانګړې برنامې پلې شي، نو د نورې نړۍ په شان به افغاني رضاء کار هم محسوسې لاسته راوړنې ولري او هغه ټولنیز فعالیتونه چې په ټولنه کې د بېلابېلو لاملونو د لاسه ځنډ او خنډ سره مخامخېږي، د رضاء کارانو له‎خوا د ممانعتونو پرته په ښه ډول ترسره کیدلی شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG