د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

مسؤلین: د افغان ترک روزنیزه مؤسسه خپلواکه او هېڅ هېواد پورې تړلې نه‌ده


په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو مسؤلین وايي، دغه روزنیزه مؤسسه په کومې بهرنۍ مؤسسې او بل هېواد پورې اړه نه‎لري او په هېواد کې د يو خپلواک تعلیمي بنسټ په توګه د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي.

په دغه هېواد کې د افغان ترک ښوونځیو مرستیال احمد فواد حیدري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغان ترک ښوونځیو په اړه دا ادعا چې مرکزي دفتر يې په ترکیه کې و، کوم چې اوس تړل شوی هېڅ بنسټ نه‎لري.

دی وايي:

"دا ادعا چې د افغان ترک ښوونځیو مرکزي دفتر په ترکیه کې دی، اوس‎مهال تړل شوی او په افغانستان کې دې هم څانګه وتړل شي، دا داسې ادعا ده چې په اړه‌یې هېڅ اسناد نه‌شته. دغې مؤسسې کله هم په ترکیه کې مرکزي دفتر نه‌درلود او نه‌یې هم په هغه هېواد کې له کوم بنسټ سره سیاسي اړیکې لرلې دي."

ښاغلی حیدري وايي، د افغان ترک ښوونځیو د بنسټ ډبره په افغانستان کې اېښودل شوې او مرکزي دفتر يې هم په کابل کې دی.

د افغان ترک ښوونځيو د مسؤلینو په خبره، د افغان حکومت له‎خوا په نورو هېوادونو پورې د دغې خپلواکې روزنیزې مؤسسې تړل او د دغه ښوونځيو د استادانو نیول او پر فعالیتونو يې بندیز لګول د هېواد د هغو بچیانو په حق کې ستره جفا او بې‌انصافي ده چې په یادو ښوونځيو کې په زده‎کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شنبې د ورځې په سهار څلور ترکي استادان هغه مهال چې د کابل په شاه دو شمشیره سیمه کې د افغان ترک د هلکانو ښوونځي ته پر لاره وو، د ملي امنیت ریاست له‎خوا ونیول شول او دغه‌شان په همدغه ورځ ماښام مهال د نوموړي ریاست د کارکوونکو له‎خوا د کابل په تایمني سیمه کې د افغان ترک د نجونو د ښوونځي لیلیه‌یې هم پلټلې وه.

افغان ترک ښوونځی په جوزجان کې
افغان ترک ښوونځی په جوزجان کې

که څه هم تر اوسه په مشخصه توګه معلومه نه‎ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ولې د افغان ترک ښوونځيو څلور ښوونکي نیولي وو، خو ویل کېږي چې دغه کسان د ترکیې هېواد په وړاندیز د افغانستان د ملي امنیت له‎خوا ونیول شول چې وروسته بېرته خوشې شول.

خو په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو مسؤلین وايي، اوس هم د دوی يو استاد یلماز ایتن د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره په خپل کور کې نظر بند دی.

اوس‌مهال په افغانستان کې د افغان ترک ۱۴ ښوونځي او ۳ ښوونیز مرکزونه فعال دي چې ۸۰۰۰ زده‌کوونکي په‎کې د ۱۶۵ ترکي او ۴۰۰ افغان ښوونکو له‎خوا روزل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت که څه هم په دغه هېواد کې د افغان ترک ښوونځيو د خپلواکو فعالیتونو په اړه کوم نظر نه‎لري، خو وايي چې د ترکیې حکومت د دغو ښوونځیو د مدیریت د انتقال په اړه له دوی څخه جدي غوښتنه کړې.

د پوهنې وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل
د پوهنې وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل

د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل د پنجشبنې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت موضوع تر بحث لاندې ده، دا د ترکیې هېواد يوه جدي غوښتنه ده. د نظام رهبرۍ د دې لپاره يو لوړپوړی کمېسیون ټاکلی او کله چې دغه کمېسیون او د حکومت رهبري په دې اړه خپله پرېکړه وکړي د هغې په رڼا کې به موږ اقدام کوو."

ښاغلي حقمل د زده‎کوونکو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه به د حکومت د رهبرۍ په پرېکړه کې د زده‎کوونکو تعلیمي بهیر او د زده‎کړو کیفیت خوندي وي.

دی وايي، د حکومت له‎خوا به هېڅ‎کله هم داسې اقدام ونه‎شي چې له امله‌یې د افغانستان پوهنیز نظام اغېزمن شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG