د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

په ننګرهار کې لا هم د ښځينه ښوونکو تشه نه ده ډکه شوې


ارشیف، په ننګرهار کې د نجونو د یوه ښوونځي د زده کوونکو انځور
ارشیف، په ننګرهار کې د نجونو د یوه ښوونځي د زده کوونکو انځور

په ننګرهار کې يو شمېر د نظر خاوندان وايي، لا هم په دې ولایت کې د ښځينه ښوونکو تشه نه ده ډکه شوې او همدا لامل دی چې په ځينو سیمو کې نجونې په نیمايي کې ښوونځي پرېږدي.

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لپاره نوماند حاجي رڼاګل شينواری وايي، په اکثرو سیمو کې چې ښځينه ښوونکې نه وې، هلته نجونې له شپږم ټولګې لوړې زده کړې نه کوي.

دی وايي، د ښځينه ښوونکو د نشتون له امله په زیاترو سیمو کې د ښځينه وو لپاره ښوونځي هم نشته.

ده زیاته کړه:

"په زیاترو سیمو کې پنځه اویا سلنه به درته ووایم چې له شپږمه بره نجونې مکتب پرېږدي او غټه غوښتنه زموږ دا ده چې په ځينو سیمو کې د نجونو ښوونځي بيخي نشته، باید دا مشکل حل شي، ګڼې سخت تاوان به وکړو."

د ننګرهار د پوهنې رئيس حسیب الله شينواری هم د ښځينه ښوونکو تشه جدي اړتيا ګڼي.

دی وايي، اوس وخت په ننګرهار کې ښځينه زده کوونکو ته په کتو ۲۳ سلنه د ښځينه ښوونکو برخه خالي ده.

ده وویل:

"۳۶ سلنه ښځينه زده کوونکو ته یوازې ۱۳ سلنه ښځينه ښوونکي تدریس کوي او دا جدي ستونزه ده، په اووم، اتم او نهم ټولګيو کې چې ښځينه زده کوونکي ښوونځي پرېږدي، یو ستر لامل يې همدا دی"

ښاغلی حسیب وايي، دې ستونزې ته د رسېدنې په خاطر يې د ښځينه ښوونکو د روزنې درې مرکزونه جوړ کړي چې دې سره به تر یوه بریده د ښځينه ښوونکو تشه ډکه شي.

ارشیف، د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری په هسکه مېنه کې د ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې
ارشیف، د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری په هسکه مېنه کې د ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې

نوموړی وایي:

"د دغه کمبود د له منځه وړلو په خاطر موږ په خوګياڼو، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې د ښځينه ښوونکو د دارالمعلمين سهولت برابر کړی چې د ښځينه ښوونکو د کمبود ستونزه حل شي."

د معارف ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال د قراردادي ښوونکو په استخدام کې هم زیات پام د ښځينه ښوونکو استخدام ته شوی و، خو اړتياوې لا هم نه دي پوره شوي.

دوی وايي، د دې ستونزې د بنيادي حل لپاره يې مرکز ته وړاندیزونه کړي او په پام کې لري چې د نورو همکارو ادارو پر مټ دې اړتيا ته رسېدنه وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG