د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

سیګار: طالبان بشري مرستې بل خوا وړي یا یې ترې د ځان په ګټه کار اخیستی


ارشیف: د افغانستان جنوب کې د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: د افغانستان جنوب کې د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش وايي، طالبانو د امریکا بشري مرستې بل لور ته وړي یا یې له یوې زیاتې اندازې د ځان په ګټه کار اخیستی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم امریکا د افغانانو تر ټولو ستره مرستندویه پاتې شوې.

هغه ویلي، افغانان له یوه غیرمترقبه یا نااټکل شوي بشري ناورین سره مخ دي.

جان سوپکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خپل راپور کې وویل، د ده ادارې سیګار موندلې چې طالبانو دغه بشري مرستې بل خوا وړي یا یې تر ډېره ځنې ګټه پورته کړې ده.

هغه زیاتوي: "طالبان د مرستو د پروژو د پلي کولو لپاره د پیسو غوښتنه کوي. طالبان دا دیکته کوي چې څوک مرستې ترلاسه کړي. طالبان په ملګرو ملتونو او نورو غیردولتي موسسو فشار راوړي چې د دوی غړي، خپلوان او متحدین استخدام کړي ترڅو د تمویلونکو له خوا د مرستو په وېش کې مرسته وکړي. طالبان په ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو فشار راوړي چې د طالبانو اړوندو شرکتونو سره تړون وکړي."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش جان سوپکو

امریکامتحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې افغانستان سره څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

امریکا د بشري، پراختیايي،امنیتي او د اجنسیو یا سازمانونو د عملیاتي چارو د پرمخ بیولو لپاره مرسته کړې دي.

د سیګار په راپور کې چې په اړه یې جان سوپکو د کانګرس مجلس ته غږېده په تفصیل د دغو مرستو د لګېدو او ځينو احتمالي بې ځایه مصارفو او هغو مواردو یادونه شوې چې مشکوک دي.

سیګار اشاره کوي چې د دوی شاوخوا یوولسو ارزونو او پلټنو معلومه کړې چې د ۳۰ میلیونو ډالرو په اړه شک موجود دی او دوی سپارښتنه کړې چې باید په اړه یې جدي پوښتنې وشي.

د سیګار د راپور په اساس له یو لړ موسسو او شرکتونو سره تر اړیکو وروسته معلومه شوې چې طالبانو له هغوی څه باندې لس میلیونه ډالره د مالیې او نورو مصارفو او عامه لګښتونو لپاره اخیستي دي.

ارشیف: په کابل کې د اړمنو مېرمنو او ماشومانو انځور
ارشیف: په کابل کې د اړمنو مېرمنو او ماشومانو انځور

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو د خپلې وینا په یوه برخه کې دا هم وویل، څوک چې په افغانستان کې وسلې کنټرولوي، مرستې هم کنټرولوي.

نوموړي وویل: "د تېر په خلاف، د متحده ایالاتو ګرځول شوې مرستې ممکن اوس د فاسدو چارواکو د بډایه کولو سربېره، د تروریستي فعالیتونو تمویل وکړي. د سیګار کار ښیي چې د افغانستان په څېر یوه ځای ته د بشردوستانه مرستو رسولو په برخه کې د امریکايي پالیسي جوړونکو لپاره ښې لارې نه دي موجودې."

د سوپکو په وینا، طالبانو خپل استخباراتي کارکوونکي د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې ګمارلي څو د دغو ادارو فعالیتونه وڅاري.

طالبانو د دغه راپور تر چمتو کولو پورې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش جان سوپکو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې وه چې پر اړمنو خلکو بشري مرستې په شفافه او عادلانه توګه وېشل کېږي.

دوی همداراز د تروریستي فعالیتونو او د ترهګرو تمویل هم رد کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG