د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

سیګار: د طالبانو د لاسوهنې سره سره امریکا نږدې ۲،۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې


د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ډېری نړیوالو بنسټونو افغانستان سره میلیونونو ډالرو مرسته کړې ده.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ډېری نړیوالو بنسټونو افغانستان سره میلیونونو ډالرو مرسته کړې ده.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي اداره یا سیګار وايي، په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې سره سره تېرو نږدې دوو کلونو د امریکا متحده‌ایالاتو له افغانانو سره نږدې ۲،۳۵ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

سیګار د امریکا متحده‌‌ایالاتو کانګرس ته خپل شپېتم راپور کې چې پرون خپور شو لیکلي، طالبان له افغانانو سره د نړیوالو له مرستو ناسمه ګټه اخلي او تر خوا یې په ډېرو برخو کې سرغړونې کوي.

په دې راپور کې د ملګرو ملتونو سازمان د څو چارواکو له قوله لیکل شوي، طالبانو د مرستندویه ادارو په پروګرامونو کې نفوذ کړی او عملاً یې د دوی کارونه تر اغېز لاندې راوستي دي.

په غزني کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور
په غزني کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور

د سیګار په راپور کې د متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ هغې څېړنه ته هم اشاره شوې چې پر بنسټ یې، طالبان بهرنیو مرستو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان د ادارو مرستو ته د عاید د یوې سرچینې په سترګه ګوري.

په راپور کې د یو شمېر مرستندویه ادارو هغه څرګندونې هم رااخیستل شوي چې سیګار ته یې ویلي، په بشري مرستو کې د طالبانو لاسوهنه د دې لامل شوې چې اړمنو ته مرستې په ښه ډول ونه رسېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د سیګار د نوي راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی په بهرنیو مرستو کې لاسوهنه نه کوي او یوازې یې د همغږۍ په برخه کې همکاري کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په ورته وخت کې له بېلابېلو سیمو یو شمېر افغانانو ازادي راډیو ته خپلو ثبت کړو پیغامونو کې شکایت کړی چې د طالبانو چارواکي د مرستندویه ادارو د سیمه‌ییزو مشرانو سره په ګډه مرستې په ناعادلانه ډول وېشي او طالبان په کې لومړیتوب خپلو پلویانو ته ورکوي.

د دوی دا پیغامونه د ازادي راډیو په بېلابېلو خپرونو کې خپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم سیګار او نورو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش په برخه کې د طالبانو په لاسوهنې نیوکې کړې وې.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې په راپور کې د افغانستان بانک فعالیتونو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، دا بانک د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو مینځلو د مخنیوي وړتیا نه‌لري.

سیګار کانګرس ته لیکلي، د دوی څېړنې ښيي چې د افغانستان بانک مدیریتي ضعف سره مخ دی.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد نن رسنیو سره خبرو کې دا راپور رد کړ.

هغه وویل: "د پیسو مینځلو او په مرکزي بانک کې د مسلکي کادرونو د شتون په برخه کې ستونزه نه‌لرو او د تل په څېر خپلو چارو ته دوام ورکوي."

سداد داسې مهال دا ادعا کوي چې همدا اوس د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک درې مهم کارکوونکي د امریکا متحده‌ایالاتو په تور نوملړ کې ځای لري.

د ویلو ده چې کانګرس ته د سیګار په شپېتم راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، د بهرنیو ترهګرو ډلو ګواښ، د کوکنارو کښت او تر خوا یې د امریکا متحده‌ایالاتو د مرستو د دوام یادونه هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG