د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د پلخمري پرونۍ چاودنه؛ طالب ویاند: داسې ښکاري، چې ځانمرګی برید و


د پېښې یوه څنډه
د پېښې یوه څنډه

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) په پلخمري کې د پرونۍ چاودنې له امله پر وژل شویو کسانو خواشيني څرګنده کړې ده او د ټپيانو د ژر تر ژره درملنې هیله یې په خپله ایکسپاڼه کې څرګنده کړې ده.

په پلخمري کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه په وخت د چاودنې په اړه فرانس پریس اژانس د یوه راپور په استناد لیکي، چې ګڼ شیعه مذهبه پکې وژل شوي او ټپيان شوې دي.

په بغلان کې د طالبانو ویاند ملا عالم مجیدي ازادي راډیو ته وویل، چې اووه تنه په دې چاودنه کې وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوې دي.

د ښاغلي مجیدي په وینا، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی ځکه چې استخباراتي او کشفي مسوولین بوخت دي اما نوموړي دا خبره وکړه، چې داسې ښکارې چې دا ځان مرګی برید و.

د راپورونو له مخې، د پلخمري په امام زمان جومات کې د چاودنې په وخت په جومات کې شاوخوا څلور سوه کسان وو او چاودنه د جومات په لومړي کتار کې شوې ده.

رویټرز اژانس لیکي، چې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د تیلګرام له لارې په یوه پیغام کې د پلخمري د چاودنې مسوولیت منلی دی.

داعش ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی
داعش ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی

یوناما وایي چې د دې چاودنې په اړه چې د جومات دننه شوې ده د حقایقو د موندلو لپاره هڅې کوي.

فرانس پریس اژانس په پلخمري کې د عبدالحمید په نوم د یوه کس په وینا چې د چاودنې پرمهال له جوماته بهر و، خبر ورکوي چې د چاودنې بد غږ و، ډیر جسدونه او ټپيان روغتون ته انتقال شول.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه کابل نیولې دی، د اسلامي دولت داعش خراسان څانګې پر شیعه اقلیت بریدونه زیات کړي دي.

داعش خراسان څانګه له دوه زره څوارلسم کال راهیسې په افغانستان کې فعاله ده او د فرانس پریس اژانس په باور، په افغانستان کې له پوځي اړخه داعش د طالبانو لپاره یوازینی ستر تهدید دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG