د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

زرداري: په افغانستان کې ترهګرو ډلو پاکستان او نړۍ ته ګواښ پېښ کړی


د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

د افغانستان په اړه د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ترهګرۍ پر ګواښونو او د طالبانو په روان وضعیت بحث وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ادعا وکړه چې په افغانستان کې بېلابېلو ترهګرو ډلو ځای نیولی او ګاونډيو هېوادونو او نړۍ ته ګواښ پېښوي.

هغه په پاکستان کې وروستيو بریدونو ته په اشارې وویل چې نړۍ باید په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ جدي ونیسي که نه وضعیت به لا تر دې خراب شي.

زرداري وویل: "په افغانستان کې د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) او بي ایل اې (بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ) په څېر ترهګرې ډلې دي چې زما (پاکستان) د اندېښنې وړ دي نو زه خپل ډېر وخت له افغان چارواکو سره په دې تېروم چې هغوی وهڅوم څو ورسره مقابله وکړي. هلته داسې ترهګر ګروپونه شته چې لوېدیځ ته د اندېښنې وړ دي. داسې ترهګرې ډلې شته چې د چین د اندېښنې وړ دي او هغوی ورسره مصروفه دي. خو دا ترهګرې ډلې په افغانستان کې ډېر همغږي لري نسبت موږ ته په نړیواله کچه."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داعش یا اسلامي دولت ډله په خپله افغان طالبانو ته یو جدي ګواښ یاد کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

بوټو ادعا وکړه چې طالبان منظم ځواک نه لري او نړۍ باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ظرفیتونه ورته لوړ کړي.

هغه زیاته کړه: "هغوی یو دایمي پوځ نه لري، د ترهګرۍ ضد ځواک نه لري، ان یو منظم سرحدي ځواک نه لري. په داسې یو حالت کې که هغوی اراده هم ولري نو ظرفیت یې نه لري چې د دې ګواښ سره مقابله وکړي. دا نو لومړی نږدې ګاونډیانو او بیا په ټوله کې نړیوالې ټولنې ته یوه ستونزه ده."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کې ځینې خونړي بریدونه یاد کړل او په خبره یې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د بریدونو کچه زیاته شوې ده.

په پېښور کې د جنوري په دېرشمه په یوه جومات کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه اتیا کسان ووژل تر هغه را وروسته څو نورې حملې هم وشوې او وروستۍ یوه په کراچۍ کې د پولیسو په مرکز وه چې د جمعې په ورځ د فبروري په اولسمې وشوه.

پېښور کې د برید له امله مرګ ژوبله په زیاتېدو ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

پاکستاني چارواکو ویلي تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله والو اکثر دا حملې له افغانستانه پلان کړې وې چېرته چې د دوی د ادعا په اساس خوندي پټنځایونه لري.

خو د طالبانو حکومت په وار وار دا رد کړې چې هلته دې ترهګرې ډلې امن پټنځایونه ولري.

دوی په ځانګړې توګه د پاکستاني چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په پاکستان کې وروستي بریدونه له افغانستانه پلان شوي وو.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او ټینګار یې دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.

د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د امریکا په ډرون برید سره په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو او تر څنګ یې په ګڼو نورو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان او ځینو نورو ترهګرو ډلو مشران د افغانستان دننه وژل شوي دي.

امریکا متحده ایالتونو ټينګار کړی چې په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ د ګواښونو د له منځه وړلو توان لري او که هر وخت اړینه وي کولای شي د ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG