د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

په ننګرهار کې یو شمېر پخواني نظامیان: طالبان مو په زوره کورونه غصبوي


د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت - ارشیف
د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت - ارشیف

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر پخواني افغان پوځیان ادعا کوي، چې له څو ورځو راپه دېخوا په دغه ولایت کې د طالبانو د درېیمې لوا د کسانو له خوا د دوی د کورنو غصبول، چې په تېرو حکومتونوکې ورته ورکړل شوي وو، پیل شوي دي.

د دوی په خبره، د طالبانو کسانو د دوی د کورنو توکي ورته بهر غورځولي او غواړي، په زور یې ورنه ونیسي.

دوی د ځينو اسنادو او بانکي اویزونو په وړاندې کولو سره ټینګار کوي، چې دا کورونه د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د جلال اباد په لومړۍ ناحیه کې دوی ته ورکړل شوي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یې د هغه وخت له دفاع وزارت نه د ملکیت سندونه ترلاسه کړي دي.

له دوی څخه یو تن چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل:

"مونږ په دو قصدونو کې پيسې ورکړې او د ملکيت سند مو هم تر لاسه کړى، خو اوس د درېمې لوا منسوبين راغلي خلک په زور له کورونو باسي، وايي تاسې لاړ شٸ چې مونږ خپلې کورنۍ راولو هغوى په ميدان پاتې دي."

د افغانستان د ړنګ شوي ملي پوځ یو شمېر سرتېري
د افغانستان د ړنګ شوي ملي پوځ یو شمېر سرتېري

یو بل پخوانی پوځي، چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ورته خبره کوي او وایي:

" مونږ ٤٠ کاله دې کورونو کې ژوند وکړ خو اوس دوى هېڅ زمونږ پر اسنادو باور نه کوي او په خپل زور يې مونږ له کورورنو وېستلي يو او بې برخلیکه پاتې يو."

د دغو پخوانیو پوځیانو د معلوماتو له مخې، دا کورونه چې په جلال اباد ښار کې د پخوانۍ قول اردو د فامیلیانو په نوم دوی ته ورکړل شوي وه، دا مهال له ۱۰۰ زیاتې کورنۍ په کې ژوند کوي.

یو شمېر سر چینو ځني ویدیو ګانې چې ادعا ګېږي د همدې پخوانیو پوځیانو د کورونو دي ازادي راډیو ته رالېږي، چې په کې لیدل کېږي، د ځینو کورونو توکي بهر راوېستل شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت ویاند قاضي عادل دا موضوع د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ګني او د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د مخکېني جمهوري نظام د دفاع وزارت ویاند موسی رادمنش تاییدوي، چې ځينو افسرانو ته د ځمکو او ايارتمانونو د ملیکت سندونه ویشل شوي دي.

نوموړی وایي:

" د جمهوریت پر مهال افسرانو ته د ملي دفاع وزارت د ځمکو او اپارتمانونو د ویش اسناد د دفاع وزارت د ودانیزو چارو د ریاست او د قضايي ادارې د با صلاحیته محاکمو له خوا ورکول کېدل چې نوم، بیه، حدود اربع او شهود به په کې ذکر وه، چې د مراحلو تر بشپړېدو ورسته به حقوقي شخصیتونو ته د قبالو په توګه ورکول کېدل ."

د افغانستان د دفاع وزارت مخکینی ویاند، محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت مخکینی ویاند، محمد رادمنش

خو هغه وايي، د حامد کرزی د واکمنۍ پر مهال د یو شمېر صلاحیت لرونکو کسانو له خوا ځني حقوقي تېروتنې شوې وې، چې د رامنځته شوې بیروکراسۍ له امله دا بهیر په خپل وخت بشپړ نه شو او ستونزې یې رامنځته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون د نړیوالو سازمانونو له خوا د پخوانيو پوځیانو د بشري حقونو په نقض تورن دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل دا شان راپورونه رد کړي دي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یوناما د طالبانو حکومت تورن کړی دی، چې په ۸۰۰ مواردو کې یې د پخواني پوځیانو حقونه نقض کړي، چې په دې کې غیر قانوني وژنې، ربړونې، نیونې او اجباري ورکول شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG