د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

هند ته د روزنې لپاره د پخواني نظام استول شوي پوځيان: له بې‌برخليکه وضعيت سره مخ يو


د مخکني نظام يو سرتېری، ارشيف
د مخکني نظام يو سرتېری، ارشيف

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال هند ته د روزنې لپاره یو شمېر استول شوي پوځیان شکایت لري چې، د اقامت موده یې پای ته رسیدلې او له بې‌برخلیکۍ سره مخامخ دي.

دوی د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت مخته راغونډ شوي وو او له سفارته یې وغوښتل چې ستونزې ته یې حل‌لار ومومي.

د دغو افسرانو، چې شمېر یې لږ تر لږه ۴۵ تنو ته رسیږي، یوه استازي چې نه یې غوښتل خپل اصلي نوم یې څرګند شي، د احمد په مستعار نوم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "دوه نیم کاله مخکې موږ هندوستان ته د نظامي زده‌کړو لپاره راغلي وو، زده‌کړې مو تمامې کړې خو د تحصیلاتو په جریان کې مو وطن سقوط وکړ، له هغه وروسته هندوستان د ظرفیت د ارتقا یو کلن کورس راکړ، په اتم د فبرورۍ موږ فارغ شو."

دوی وايي، د هند حکومت لېواله نه‌دی چې د ويزې موده یې ور اوږده کړي، ځکه د افغانستان له سفیره غواړي چې مرسته ورسره وکړي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت تر اوسه پورې په دې اړه د ازادي راډیو په شمول رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د پخواني نظام يو شمېر سرتېري، ارشيف
د پخواني نظام يو شمېر سرتېري، ارشيف

په هند کې روزل شوی افغان پوځي احمد وايي، د افغانستان سفیر حاضر نه‌شو چې له دوی سره وویني او د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي.

خو ده وویل چې د سفارت پوځي اتشې محمد اغا عیار ورته وویل، د دوی لپاره څه نه‌شي کولی ځکه چې د هند حکومت حاضر نه‌دی چې په دغه هېواد کې د روزل شویو افغان پوځیانو ویزې تمدید کړي.

عیار همدا راز وویل چې، سفارت د هند حکومت ته خبر ورکړی چې دا پوځیان ویزو ته اړتیا لري خو له مقابل لوري یې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

احمد او نورو افغان پوځیانو، چې په نوي ډیلي کې یې د سفارت مخته په اعتراض کې ګډون کړی وو، ازادي راډیو ته وویل، له دې کبله چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، په هند کې د کار، اوسېدو او د ژوند کولو اجازه نه‌لري او د هند د باندنیو چارو وزارت هم حاضر نه‌دی چې د دوی اقامت تمدید کړي.

احمد او نور وايي چې د هند حکومت حتی د یو شمېر افغان پوځیانو ویزې، چې لا شپږ میاشتې وخت یې درلود، لغوه کړي دي.

نوموړی وايي: "متاسفانه د هندوستان د دولت برخورد د توقع خلاف دی، زموږ سره داسې برخورد کوي چې له یوه عادي ملکي افغان سره یې نه کوي، سربېره پر دې چې زموږ ویزې نه تمدیدوي، د هغو افغان افسرانو ویزې يې لغوه کړي چې لا شپږ میاشتې وخت یې درلود."

په وروستیو کې په هند کې یو شمېر روزل شوي افغان پوځیان کابل ته لاړل او د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو یې هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دغو روزل شویو پوځیانو له تجربو او تخصص څخه به په دفاع وزارت کې کار واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG