د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

يو شمېر لوړ پوړي پوځيان: د پخواني نظام افغان سرتېري له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دي


د تېر جمهوري نظام سرتېري، انځور - ارشيف
د تېر جمهوري نظام سرتېري، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر له یو شمېر پخوانیو جنرالانو سره په خبرو کې ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې پخواني ټپونه پټ شي او په خبره یې دې کار لپاره اخلاص او مینې ته اړتیا ده.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د چهارشنبې په ورځ یو شمېر پخوانیو جنرالانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ژمنه یې ورکړې چې شته ستونزې به یې ورهوارې کړي.

نوموړي وويل: "اوس به په نوي عزم او قوي اراده کوشش کوو چې د دې اسلامي هېواد او اسلامي نظام، چې په هر قېمت وي دا وساتو او له دې خاورې څخه دفاع وکړو."

معلومه نه‌ده چې پخوانیو جنرالانو د طالبانو دفاع وزیر ته د کومو ستونزو یادونه کړې، خو د غونډې په خپره شوې ویډیو کې چې طالب ویاندویانو رسنیو ته لېږلې ښکاري چې یو شمېر دغه جنرالان طالبانو سره د افغانستان په دفاع کې د همکارۍ خبره کوي.

خو یو شمېر پخواني جنرالان وایي، افغانستان کې د دوی پر همکارانو کړۍ تنګه شوې او وخت ناوخت د طالبانو له‌خوا وژل، شکنجه او ځورول کېږي.

د پخواني نظام کومانډويي سرتېري
د پخواني نظام کومانډويي سرتېري

د ظفر قول اردو پخوانی قومندان جنرال عبدالروف ارغندیوال وایي، کومو متقاعدو جنرالانو چې د طالبانو د دفاع له وزیر سره کتلي، امنیتي اندېښنه يې درلوده او دې ډله کې یو شمېر ګواښل شوي هم دي.

ښاغلی ارغندیوال د بېلګې په ډول د جنرال شعور ګل یادونه کوي چې د طالبانو د دفاع له وزیر سره یې کتلي، خو د جنرال ارغندیوال په خبره همدې شعور ګل د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو شپږ میاشتې زندان تېر کړی او د قومي مشرانو په منځګړیتوب را خلاص شوی دی.

ټول پخواني پوځیان او امنیتي کسان د طالبانو له‌خوا په مرګ او شکنجې ګواښل کېږي

عبدالروف ارغندیوال ازادي راډیو ته وویل، پخواني همکاران یې افغانستان کې ګڼې ستونزې ګالي.

نوموړي وويل: "تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم، نه یوازې دغه جنرال صاحبان، بلکې ټول پخواني پوځیان او امنیتي کسان د طالبانو له‌خوا په مرګ او شکنجې ګواښل کېږي، طالبان په یوه ډول سره دوی باندې فشار راوړي چې راشي او په سمبولیک ډول فزیکي حضور پیدا کړي، طالبان د دوی له حضور او د خبرو له نشرولو نه افزاري ګټه اخلي."

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یوه بل جنرال هم چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دی او د کورنۍ غړي یې چې د افغانستان په یوه ولایت کې اوسېږي، هره ورځ په ویره کې ژوند کوي.

د پخواني نظام سرتېري
د پخواني نظام سرتېري

که څه هم طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې له بیا واکمنېدو سره سم پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته بښنه اعلان کړه، خو باوري راپورونو ښودلې چې طالبانو پخواني پوځیان وژلي یا تري تم کړي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې چې د ۱۴۰۰م کال په لیندۍ میاشت کې خپور شوی ښېي چې طالبانو د واک په لومړنیو څو میاشتو کې یوازې څلورو ولایتونو کې له سلو زیات امنیتي او پوځي سرتېري وژلي يا تري تم کړي دي.

په دغه سازمان کې د افغانستان یوې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډیو ته وویل، ۲۰۲۲ کال هم پخوانیو افغان ځواکونو ته ښه کال نه و.

هغې دغه کال کې د خپل راپور د موندنو په اړه وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان راپورونه لا هم ښېي چې د افغانستان د پخواني دولت ځواکونه د طالبانو له خوا په زور تري تم شوي دي."

طالبانو تر دې وړاندې د پخوانیو پوځیانو د وژلو یا شکنجې راپورونه رد کړي خو منلې يې ده چې ځینو ولایتونو کې ممکن د شخصي دښمنۍ له کبله یو شمېر پېښې شوي وي.

د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر درې نیم لکو ته رسېده او د چارو یو شمېر کتونکي وایي، که د دغو پخوانیو سرتېرو ستونزې حل او د حکومت چوکاټ کې جذب نه‌شي، ممکن هره ډله ترې د ځان په ګټه کار واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG