د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

ايران کې مېشت پخواني افغان پوځيان: په بد وضعيت کې ژوند کوو


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په ایران کې دېره پخواني افغان پوځیان وايي، په بد وضعیت کې شپې ورځې سبا کوي، چې د نیولو، ځورولو او اخراج له ستونزې سره مخامخ دي.

د افغانستان د پخواني پوځ يو پخوانی جنرال چې نه‌غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، له یونیم کال راهیسې په ایران کې دېره دی، خو هره شېبه افغانستان ته د اخراج له ستونزې سره مخامخ دی.

نوموړی وايي، د ویزو او په ایران کې د استوګنې د نورو اسنادو د تمدید په برخه کې هم ستونزې لري.

بله هم د ناټو د غړو هېوادونو نه پاملرنه ده."

ياد جنرال وايي: "له یوې خوا په ایران کې په اوږد مهال کې د ویزو یا د مهاجرت د نورو قانوني اسنادو نه ورکړه ده او په افغانستان کې د پخوانیو پوځیانو د نظارت، حبس او په بې‌رحمانه توګه وژنه ده. بله هم د ناټو د غړو هېوادونو نه پاملرنه ده."

د ناټو تر مشرۍ لاندې نړیوال ائتلاف په تېرو شا و خوا ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کاوه، خو له کله چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، د پخواني پوځ غړي شکایت لري، چې د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره- سره یې ملګري نیول کېږي، شکنجه کېږي او حتی وژل کېږي. دوی د ناټو له غړو هېوادونو هم د پناه په برخه کې همکاري غواړي.

پخواني افغان پوځيان
پخواني افغان پوځيان

په ایران کې د تېر نظام یو بل پوځي وايي: "له یوې خوا مو ویزې نه تمدیدېږي، له بلې خوا په هېواد کې دننه امنیتي ستونزې دي. موږ ته اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره اسانې لارې تنظیم شي، چې ژر تر ژره له ایرانه ووځو، ځکه په ایران کې افغان امنیتي ځواکونو ته خطر دی."

د «رواداري» په نوم یوې ادارې تېره اوونۍ په یوه راپور کې وویل د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکيان، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي.

"ځینې چې غواړي خپلو کورنیو ته راشي، د سیمې له مخورو سره په تماس کې یو، غواړو له اوسنیو لوړپوړو چارواکو سره غونډه وکړو،

د افغانستان ملي ځواکونو د ملاتړ بنسټ وايي، دوی هم هڅه کوي چې په ایران کې د دېره پخوانیو پوځیانو ستونزو ته یوه حللار پیدا کړي.

د دغه بنسټ مشر، سلیم وردګ پرون ازادۍ راډیو ته وویل، ګڼ پخواني پوځیان د ځان د خوندیتوب او د کار و بار په نیت ایران ته اوښتي دي.

نوموړی وايي: "ځینې چې غواړي خپلو کورنیو ته راشي، د سیمې له مخورو سره په تماس کې یو، غواړو له اوسنیو لوړپوړو چارواکو سره غونډه وکړو، یو لېست ورکړو، چې د تېر نظام دغه سرتېري چې غواړي بېرته خپل وطن ته راشي، هیله من یو یوه همکاري ورسره وشي او خدای مه کړه بیا ونه ځورول شي. دوی که په کلي کې ټولنیزې ستونزې هم لري، چې بیا ورسره مخامخ نه شي."

د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکيان، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي
د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکيان، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي

په ایران کې د پخواني پوځ د دېره ټولو پوځیانو دقیق شمېر نه‌دی معلوم، خو بزنس انسایډر خپرونې په وینا، په ایران کې یوازې د افغان کومانډو ځواکونو شمېر د ۲۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ دی، خو ګومان کېږي چې د کومانډو تر ۱۴۰۰۰ زیات غړي به لا هم په افغانستان کې وي.

مخکې راپورونه وو، چې روسیه غواړي دغه کومانډو پوځیان په اوکراین کې د جګړې لپاره وګماري.

XS
SM
MD
LG