د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د سالنګ لارې بندېدل؛ یو شمېر افغانان د تېلو بیو د لوړېدو له کبله شکایت کوي


ارشیف: د سالنګ لویه لاره د طالبانو له لوري بند شوې او لامل یې د دې لارې رغول یاد شوي دي.
ارشیف: د سالنګ لویه لاره د طالبانو له لوري بند شوې او لامل یې د دې لارې رغول یاد شوي دي.

بزنس سټنډرډ:

بزنس سټنډرډ خپرونې په افغانستان کې د سالنګ د لویې لارې تر بندېدو وروسته د تېلو د بیو لوړېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې خپرونې په باور، موټر چلونکي د تېلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او له طالبانو غواړي چې دې مسئلې ته توجه وکړي.

دې خپرونې د تېلو د یوه پلورونکي په وینا لیکلي چې پخوا به ډېر تېل د شمال له لارې کابل ته واردېدل او اوس چې د سالنګ لاره د رغونې لپاره بنده شوې دا واردات د پام وړ کم شوې دي.

بزنس سټنډرډ وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران په ترڅ کې د تېلو بیه نږدې لس افغانۍ په یوه لیتر کې زیاته شوې ده.

خپرونه د یوه بل موټر چلوونکي په وینا لیکي، که دی د ورځې زر افغانۍ کار وکړي، مجبوره دی چې تر شپږ سوه افغانیو پورې په تېلو مصرف کړي او نورې د کورنۍ د لګښت لپاره بسنه نه کوي.

د سالنګ لویه لار تېره اوونۍ یکشنبې د بیا رغونې لپاره بنده شوه.

وېسټ اسټرلین:

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې وېسټ اسټرلین ورځپاڼې د افغانستان په ارتباط د اسټرالیا د یوې مهمې سناتورې خبرې رااخیستې دي.

ماریز پاین چې د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو اوږده موده سناتوره پاتې شوې سنا ته په خپلې وروستۍ وینا کې د ښځو په حمایت ټینګار وکړ او په ورته وخت کې یې له افغانستانه د اسټرالیا د پوځیانو د وتلو د پرېکړې ننګه وکړه.

پاین، چې وروسته له شپږ ویشت کلونو یې له سنا استعفی وکړه د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې افغانستان ته یې چې کوم سفرونه کړي و، پر دې یې اغېز کړی دی.

پر سناتورې پاین او د اسټرالیا پر پخواني صدراعظم سکاټ موریسن له افغانستانه د اسټرالیا د پوځیانو د وتلو په اړه انتقادونه شوي، خو میرمن پاین وویل، کله چې مو پوځیان ووتل، څلوېښت زره کسان مو هم وایستل.

دې زیاته کړه چې دا د هغو کسانو هرکلی کوي چې اسټرالیا ته راغلي په ځانګړي ډول هغه ځوانې ښځې چې اوس په اسټرالیا کې خوندي دي.

سناتور پاین بیا وویل، طالبانو بېرته هغه هېواد ونیوه چې هلته د اسټرالیا یو څلوېښت پوځیان ووژل شول او دا قربانۍ د اسټرالیا لپاره ډېر اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG