د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د برتانوي پوځیانو او ادارو افغان همکاران: انتظار مو ژوند برباد کړی


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

انډپنډنټ:

د بریتانیا انډپنډنټ ورځپاڼې پرون د هغو ۷۴۵ افغانانو په باب لیکنه خپره کړې چې لا هم بریتانیا ته د لېږدولو په انتظار دي او وايي، دغه انتظار یې ژوند برباد کړی دی.

د لیکنې له مخې، دغه کسان په افغانستان کې د بریتانیا له ادارو او پوځیانو سره همکاري کړې، خو اوس له دوو کلونو وروسته هم دې ته انتظار دي چې بریتانیا ته ولېږدول شي.

ورځپاڼه زیاتوي، دغو افغانانو ویلي چې دوی لا هم نه پوهېږي کله به د افغانانو لپاره د بریتانیا د مهاجرت پالیسۍ له مخې په بریتانیا کې ځای پر ځای کېږي.

په دې شمېر کې ۳۶۴ یې له څه باندې ۱۸ میاشتو راهیسې انتظار دي او ۲۱۴ یې له څه باندې یوه کال راهیسې د انتظار په حال کې دي.

تر دې مخکې هغو افغانانو د خپل برخلیک په باب شکایت کړی و چې بریتانیا ته لېږدول شوي او په هوټلونو کې دېره کړای شوي وو.

دوی ته امر شوی و چې له دغو هوټلونو باید ووځي او ځان ته د سرپناه غم په خپله وخوري.

ډېلي سټار:

د بریتانیا بلې ورځپاڼې ډېلي سټار د بریتانیا د سکاټلنډ پر هغه یوټیوبر لیکنه خپره کړې، چې افغانستان ته یې سفر کړی و او له طالبانو سره یې د چای څښلو په وخت کې هم لیدل شوی، بیا وروسته د طالبانو له خوا د څه مودې لپاره ونیول شو.

ورځپاڼه لیکي، د کالم میلز په نوم دغه کس، چې په خپل یوټیوب چینل کې ځان کالم ابروډ معرفي کوي، زیات وخت لیرو پرتو هېوادونو ته په سفر کولو سره د خپل چنل لپاره ګډونوال زیاتوي.

د ډېلي سټار په لیکنه، دغه ۲۹ کلن وګړي اردن، مصر او په وروستیو کې د سوریې پلازمېنې دمشق ته هم سفر کړی دی.

د لیکنې په حواله، دغه کس تېره چهارشنبه له افغانستانه په یوه ویډیو کې ویلي، هر څه سم دي او د خپل چینل یوه ګډونوال ورڅخه د ده د نیول کېدو په باب پوښتنه کړې، خو ده په ځواب کې ویلي، هغه قوماندان چې دی یې نیولی و، سم سړی و.

کالم ویلي، ځینې کسان ورته د 'احمق سړي' خطاب کوي چې ولې یې د منځني ختیځ ځینو خطرناکو هېوادونو ته سفر کړی دی.

د طالبانو وسله‌وال زیات وخت له هغو بهرنیانو سره چې د افغانستان لیدو ته ورځي ښه چلند کوي، خو په افغانستان کې دننه یې پر رسنیو، د یوټیوب پر ځینو چلوونکو او فعالانو فشارونه زیات کړي دي.

طالبان په دې تورن دي چې د بهرنیانو له سفر څخه د تبلیغاتو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي د افغانستان وضعیت کاملاً عادي وښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG