د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار کړی


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

کابل ته د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان تللي پلاوي د طالبانو د حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو له سرپرست وزیرانو سره کتلي دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پلاوي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي په کې دي، د طالبانو د زده کړو له دوو مهمو چارواکو سره کتلي دي.

د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې چې پرون چهارشنبه یې خپره کړې، پلاوي د طالبانو د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا او د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره کابل کې کتلي او هغوی ته یې ویلي چې د زده کړو حق باید له چا وانخیستل شي.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د دیني لارښونو له مخې زده کړې د اسلام له نظره نارینه او ښځو دواړو لپاره لازمي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پلاوي په افغانستان کې د زده کړو او مسلکي کادر پر پیاوړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې نجونو او هلکانو ته دې د زده کړو په هره برخه کې د نوملیکنې حق ورکړل شي.

په نیمروز کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونیزې دروازې بندې دي.
په نیمروز کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونیزې دروازې بندې دي.

د خبرپاڼې پر اساس د طالبانو دغو چارواکو ویلي چې دا مهال په ارزونه بوخت دي او په خبره یې هر کله چې د نجونو لپاره خوندي چاپېریال برابر شي، هغوی ته د زده کړو حق ورکوي.

د اسلامي همکاریو سازمان دغه پلاوي ویلي، غړي هېوادونه یې له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو دي.

د اسلامي همکاریو سازمان دغه پلاوی یوه اوونۍ وړاندې یعنې د تېرې اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه افغانستان ته تللی دی.

د دغه پلاوي په جوړښت کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی طارق علي بخیت او د سعودي عربستان، ترکیې، عربي اماراتو ، بحرین، اردون، مالېزیا، اندونیزیا او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو استازي شامل دي.

دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو او کورنیو چارو له وزیرانو امیرخان متقي او سراج الدین حقاني سره هم کتلي دي.

سراج الدین حقاني پلاوي سره په خبرو کې ویلي، د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا ده، خو نړیوال دې دې برخه کې د شرایطو تر برابرېدو زغم او صبر ولري.

د اسلامي چارو شنونکی فضل هادي وزین وایي، د طالبانو له مشرانو سره د دغه پلاوي لیده کاته به ډېر اغیزناک نه وي، خو په خبره یې نړۍ ته یو پيغام رسوي.

هغه وویل: "د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي د سفر پایله به دا وي چې دغه سازمان، د نړۍ مسلمانان او په ټوله کې د مسلمانانو ټول علما غواړي طالبانو او افغانانو ته دا پيغام ورکړي چې د نجونو پر مخ د تعلیم او تحصیل د دروازو تړل، اسلامي کار نه دی او د شرعې خلاف ګام دی. په دې چاره کې په طبیعي ډول چې د طالبانو د رهبرۍ درې څلور مشران یوه لوري او ټول مسلمه امت، اسلامي علما او اسلامي هېوادونه بل لوري کې ولاړ دي."

طالبانو له تېرو دو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي او تېره دسمبر میاشت کې يې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.

د طالبانو د حکومت یوشمېر لوړپوړي چارواکي وایي، د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالفت نه لري او د شرایطو په برابرولو لګیا دي.

خو نیوکه کوونکي وایي چې د شرایطو برابرېدل، هغه هم داسې وخت کې چې بنسټونه موجود وي یوه حکومت ته د میاشتو خبره ده، نه د کلونو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG