د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د کانکور عمومي اول نمره: د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه دې لرې شي


د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د روان کال د کانکور په ازموینه کې د ۳۵۹.۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د روان کال د کانکور په ازموینه کې د ۳۵۹.۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان په کچه لومړی مقام ګټلی دی.

د کانکور عمومي اول نمره هیله څرګندوي چې د نجونو پر تحصیل بندیزونه لرې شي او هغوی هم په راتلونکي کانکور کې برخه واخلي.

د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د روان کال د کانکور په ازموینه کې د ۳۵۹.۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان په کچه لومړی مقام ګټلی دی.

نولس کلن محمود د فراه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د عروج فراه له عالي لېسې فارغ شوی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره یې د ورځې شپاړس ساعته زده کړې کولې او په ټولو مضامینو یې تمرکز درلود.

دغه ځوان چې څلور وروڼه او درې خويندې لري، ازادي راډيو ته وويل چې د کابل د ابو علي سينا د طبي علومو په پوهنتون کې شاملېدل يې له ډېر وخته ارمان و.

هغه زیاته کړه: "د ښوونځي سیستم داسې و چې له یوولسم ټولګي څخه به موږ خپل ساینسي مضمونونه ښه زده کول او له دولسم ټولګي به مو تمرکز په تشریحي مضمونو وو ځکه هغه ژر هېرېږي، طبعاً زموږ هڅه ټولو مضمونو ته وه. د ورځې شپاړس ساعته درس مې لوست."

هغه زياتوي که څه هم په کانکور کې د لوړو نمرو په تمه وو، خو داسې فکر یې نه وو کړی چې عمومي اول نمره به شي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منعې کړې او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منعې کړې او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

محمود هیله څرګنده کړه، چې پر نجونو د زده کړو محدودیتونه لرې شي څو هغوی هم وکولای شي د کانکور په راتلونکو ازموینو کې برخه واخلي.

هغه غواړي چې د نجونو تعلیم ته زیاته پاملرنه شي.

محمود وویل: "کله چې یو سړی تعلیم ترلاسه کوي، هغه یو لوستی سړی دی، مګر کله چې ښځه تعلیم ترلاسه کړي یوه ټولنه با سواده کېږي. نو موږ غوښتنه کوو چې د ښځینه طبقې ته جدي پاملرنه وشي. که نن موږ ښځینه ډاکترانې، ښځینه ښوونکې او ښځینه انجینرانې نه لرو، ټولنه به په ټپه ولاړه وي."

په همدې حال کې هغه نجونې چې د سږ کال په سیالیو کې له ګډون څخه منع شوي وايي، دوی د کانکور لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و، خو د طالبانو له‌خوا اجازه ورنه کړل شوه.

د دولسم ټولګي فارغې کاملې ازادي راډيو ته وویل:"موږ ډېرې قربانۍ ورکړې، په تېره بیا هغه مهال چې د کاج په تعلیمي مرکز کې مې زده کړې کولې، لوړې موخې مو درلودې، خو ګورو چې ټولې دروازې مو پر مخ تړلې دي، خو هڅه کوو چې په کور دننه کار وکړو او خپلو موخو او پلانونو ته ورسېږو. زه له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړم چې زموږ د خوبونو د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې پرانېزي."

د جمهوري نظام پر مهال د سلګۍ باران په نوم یوې نجلۍ د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړ او تر دې مخکې هم څو ځلې د کانکور په ازموینه کې نجونو لومړی مقام ګټلی و.

سلګۍ باران
سلګۍ باران

عباس چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی، د سږ کال د کانکور په ازموینه کې یې ۳۵۷.۴۷ نمرې واخیستې او د کابل طبي پوهنتون ته ومنل شو.

درېیم ځای د کابل ولایت اوسېدونکی عبدالباسط دی چې د ۳۵۵.۷۹ نمرو سره د کابل طبي پوهنتون ته منل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ملي آزموینو د دفتر مشر عبدالباقي حقاني وايي، سږ کال په پوهنتونونو او د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته ۸۲۶۳۰ تنه محصلین منل شوي او په ځینو تحصیلي موسسو کې به ناکام کسان په دویم چانس کې واخیستل شي.

د طالبانو د حکومت د ملي آزموینو د دفتر مشر عبدالباقي حقاني
د طالبانو د حکومت د ملي آزموینو د دفتر مشر عبدالباقي حقاني

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منعې کړې او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړې د حق لپاره فشارونه زیات کړي او په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو د سازمان یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت له مشرانو سره په کتنه کې ښوونه او روزنه د ښځو او نارینه وو لپاره مساوي حق وباله، خو بیا هم د طالبانو په دریځ کې د نرمښت نښې نه لیدل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG