د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

له نړیوالې ټولنې د یوه سازمان غوښتنه: له طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسول وغواړئ


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د وسله والو طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د وسله والو طالبانو د چلند یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان د عدالت غوښتنې په انلاين کمپاین سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له چارواکو وغواړي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه سازمان د کمپاین په ملاتړ د افغانستان خلکو تر څنګ ودرېږي او په ازادۍ، کرامت او برابرۍ کې د هغوی د ژوند کولو د حق په اړه خبرې وکړي او له طالبانو حساب وغواړي.

یاد سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د دې انلاین کمپاین لپاره یوه اعلامیه خپره کړه او د نړۍ له خلکو یې وغوښتل چې د دې اعلاميې په لاسلیکولو له طالب چارواکو وغواړي چې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې په سمدستي توګه پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه د دغه کمپاین لپاره دوى له ۱۹۸ زرو زيات برښنايي لاسلیکونه راټول دي.

په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. په دې ښوونځي او د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوي دي.
په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. په دې ښوونځي او د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت چارواکو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخت ښه تامین شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په دوام کې راغلي چې طالب چارواکي دې د زده کړې او کار په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو تامین تضمین کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې په سمدستي ډول د دوی پر مخ پرانېزي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبان باید د انتقامي وژنو او پر لږکیو، همجنس‌ګرایانو 'دگرباشان جنسی'، د بشري حقونو مدافعینو، د مدني ټولنې غړو، قاضیانو، وکیلانو، د پخواني نظام پر کارکوونکو، خبریالانو او پر نورو خلکو، له حملو لاس واخلي.

خو طالبانو تل د پخوانيو دولتي کارکوونکو، د مدني او نورو فعالانو د وژلو په تړاو د نړیوالو سازمانونو راپورونه رد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د عدالت غوښتنې په دې کمپاین کې له نړۍ غوښتي چې پر طالبانو دا ومني چې د افغانانو د بیان د ازادۍ د حق ساتلو او له خپلسرو نیوکو خونديتوب تضمین کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې باید د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو لپاره د عادلانه محاکمې او د اعدام سزا ته د رسېدو پرته د اغېزمنې او شفافې پلټنې او حساب ورکونې میکانېزم رامنځته شي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د بخښنې نړیوال سازمان د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت د ویاندویانو غبرګون هم ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. August 10 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. August 10 2023

په همدې حال کې، د بشري حقونو فعاله او ښځینه معترضه مسعوده کوهستاني وايي، د داشان کمپاینونو پیلول د نړیوالو قوانینو د رعایتولو لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو ښه ثبوت دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "هغه کمپاین چې دوی د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره پیل کړی، د نړۍ په کچه ښه ثبوت او سند کېدی شي چې پر طالبانو فشار راولي، که دوی د نړۍ د بشري حقونو پروسې ته سر نه ږدي، لږ تر لږه دا ومني، دا ډول بشري ضد اعمال په نړۍ کې نه شته او د منلو وړ نه دي."

د بخښنې نړیوال سازمان، په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کړی او په بشپړ مصئونیت سره یې بشري حقونه نقض کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، دوی په سیستماتیک ډول د بشري حقونو ملاتړ کوونکي کلیدي بنسټونه منحل کړي او د بیان پر ازادۍ، اعتراضيه غونډو او عادلانه محاکمو یې فشار راوړی.

تر دې مخکې یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو هم په وار وار په خپلو راپورونو کې د طالبانو حکومت د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو په سرغړونې تورن کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG