د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

طالبانو متحده عرب اماراتو ته د زده کړو لپاره د ۱۰۰ نجونو د سفر مخه نیولې


د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د طالبانو حکومت د هغو لسګونو نجونو د سفر مخه نیولې چې غوښتل یې نن سهار د زده‌کړو لپاره دوبۍ ته ولاړې شي.

د الحبتور ګروپ مشر میلیاردر خلف بن احمد الحبتور وايي، د طالبانو حکومت هغه سل نجونې چې غوښتل یې نن سهار په دوبۍ پوهنتون کې د زده‌کړو لپاره سفر وکړي، له هوايي ډګره بېرته ګرځولي دي.

هغه په خپله د ایکس شبکه یا مخکیني ټویټر په یوه پیغام کې د طالبانو په دې عمل سخت انتقاد کړی او د دوی دا پرېکړه یې تراژیدي او د انسانیت، تعلیم، مساواتو او عدالت په اصولو ګوزار بللی دی.

هغه زیاته کړه: "زه نن په دې پرېکړه ډېر مایوسه یم. زه هیله لرم چې د طالبانو حکومت په دې پرېکړې بیا کتنه وکړي. زه غوښتنه کوم چې دوی ته اجازه ورکړي. دوی د زده‌کړو او سفر حق لري. دا عمل د منلو نه‌دی."

د الحبتور ګروپ مشر میلیاردر خلف بن احمد الحبتور
د الحبتور ګروپ مشر میلیاردر خلف بن احمد الحبتور

د الحبتور ګروپ مشر زیاتوي، د دوبۍ د پوهنتون په مرسته يې دغو نجونو ته تحصیلي بورسیې چمتو کړې وې او تر خوا یې د حکومت سره په همغږۍ ورته د اوسېدو، امنیت، ټرانسپورټ، روغتیا او په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې شوې وې.

میلیاردر خلف بن احمد الحبتور په نړیوالې ټولنې او ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې ژر تر ژره ګام پورته کړي او د ده له قوله، د دې مبارزو زده‌کونکو په ژغورلو کې مرسته وکړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو د لوړو زده کړو له بندیز وروسته خلف الحبتور چې د متحده عربي اماراتو یو لوی سوداګر دی، ژمنه وکړه چې له ۱۰۰ افغان نجونو سره به مرسته وکړي چې دوبۍ ته ورشي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د نوموړي دا خبره هغه مهال له ابوظبي په انګریزې ژبې خپرېدونکې نېشنل ورځپاڼې خپره کړې وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه‌ نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې بې له محرمه پرته د ښځو او نجونو په سفر بندیز لګولی و.

په ورته وخت کې میلیاردر خلف بن احمد الحبتور په خپله ایکس شبکه یا مخکیني ټویټر له دې افغان نجونو د یوې غږ هم خپور کړی چې په کې د طالبانو له‌خوا له هوايي میدانه د راګرځېدو په اږه خبرې کوي.

د الحبتور ګروپ مشر د دې نجلۍ نوم نه‌دی ذکر کړی.

یوې نجلۍ ویلي: "موږ اوس هوايي میدان کې یوو، خو حکومت اجازه نه راکوي چې دوبۍ ته ولاړ شو، محرم لرو، خو دوی ان هغو ته هم اجازه ورنه کړه چې محرم یې درلود. کله چې دوی د زده‌کوونکو ویزه او ټکټ ولیدل، اجازه یې رانه کړه."

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم په ځلونو په هوايي میدان کې د هغو نجونو او ښځو د سفر مخه نیولي چې محرم یې نه‌درلود.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.December 21, 2022

تر خوا یې افغان نجونو او ښځو په ځلونو ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کړی چې طالبان یې له موټرو ښکته کوي او په یوازېتوب د لنډ سفر اجازه هم نه‌ورکوي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې یو مکتوب خپور کړ چې په کې له محرم پرته تر ۷۸ کیلو مټره لېرې د نجونو او ښځو په سفر بندیز لګول شوی و.

واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي او د تېر کال په ډ‌‌سمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځول شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG