د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د کانکور ازموینې د ګډونوالو کمښت؛ شنونکي: لامل یې د نجونو پر ګډون بندیز دی


د سږني کانکور ازموینې د عمومي اول نمره د پایلو اعلان
د سږني کانکور ازموینې د عمومي اول نمره د پایلو اعلان

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د کانکور پایلې اعلان کړې، چې ۸۴۲۳۴ تنو په کې ګډون کړی وو.

که څه هم د طالبانو حکومت د ازموینو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني او د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو د اعلان په مهال ادعا وکړه، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د کانکور ګډونوال ډېر وو.

خو د ګډونوالو د هغو شمېرو له مخې، چې په تېرو کلونو کې د ازموینو د ادارې لخوا اعلان شوي، ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کانکور ګډونوال ډېر کم وو.

د ازموینو د ملي ادارې د اعلان شویو شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې ۱۴۰ زره، په ۱۴۰۰ کال کې ۱۸۰ زره او په ۱۳۹۹ کال کې ۲۰۰ زره کسانو د کانکور په ازموینو کې ګډون کړی وو.

د پوهنتونونو ځینې مخکېني استادان او د کانکور ګډونوال په سږني کانکور کې د ګډونوالو د کمښت لاملونه بېلابېل بولي.

د ازموینو ملي ادارې لپاره د طالبانو سرپرست، عبدالباقي حقاني
د ازموینو ملي ادارې لپاره د طالبانو سرپرست، عبدالباقي حقاني

د سږني کانکور یو ګډونوال ریحان احمدزی وايي، دا چې سږ کال نجونې د کانکور په ازموینه کې نه وې او ورسره د خلکو اقتصادي وضعېت خراب دی، ځکه د کانکور ګډونوال هم کم وو.

نوموړی وایي:

"سږ کال په کانکور کې زموږ خویندو ګډون نه و کړی چې دا ډېره د خفګان خبره ده. د دې ترڅنګ ځینو زده کوونکو د اقتصادي ستونزو له امله تیاری نه و کړی، ځکه یې ګډون نه و کړی."

سین الله سیال چې تېر کال د کانکور په ازموینه کې بریالی شوی، وايي روان وضعېت ځوانان بې انګېزې کړي چې له امله یې په کانکور کې ګډون کم شوی او ان ډېر یې له بریالي کېدو وروسته هم پوهنتونونو ته نه ځي.

سیال زیاتوي:

"زموږ څانګې ته ۷۰ تنه بریالي شوي وو، له هغوی څخه ۲۷ تنه نوم ثبت کړی وو، خو ۲۰ تنه یې ټولګي ته راتلل، اوس ترې ۱۵ محصلان پاتې دي. شاید یو لامل یې اقتصادي ستونزې وي، خو دلته یوه داسې فضا حاکمه ده چې محصل ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي."

طالبانو له دوو کلونو راهیسې نجونې له زده کړو منع کړي او نور ګڼ بندیزونه یې پرې لګولي
طالبانو له دوو کلونو راهیسې نجونې له زده کړو منع کړي او نور ګڼ بندیزونه یې پرې لګولي

د پکتیا پوهنتون پخوانی استاد جانداد جهاني د زده کړو په اړه د چارواکو غیرمسوله څرګندونې او زده کړو ته ارزښت نه ورکول، د دې لامل بولي چې لوړو زده کړو ته د ځوانانو لېوالتیا کمه شي.

ښاغلي جهاني ازادي راډيو ته وویل:

"یو خو د زده کړو بې ارزښته ګڼل دي لکه په افغانستان کې د عصري زده کړو په اړه اوس غیر مسولانه څرګندونې کېږي، یا زده کړې مباح یا مهمې یې نه بولي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي و چې هر چا ډېر ورانی کړی وي، هغوی ته ډېر امتیاز ورکول کېږي، نو ‌ډېر خلک داسې فکر کوي چې دوی په کومه لاره ځي، دا هغه لاره نه ده چې حاکمه ډله دې ارزښت ورکړي."

د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبیدالله وردګ وايي، ډېر ځوانان په دې نیت لوړې زده کړې کوي چې په راتلونکي کې په هماغو څانګو کې کار وکړي، خو د نوموړي په خبره دا چې اوس په مسلکي بستونو کې هم طالبان خپل وسله وال ګوماري او هغوی ته لومړیتوب ورکوي، له دې امله د کانکور د ګډونوالو شمېر را کم شوی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په تېرو دوو کلونو چې کومې ګومارنې کېږي، هغوی ټول داسې کسان دي چې ډېرو یې زده کړې نه دي کړي یا یې د زده کړو په اړه هېڅ معلومات نشته، نو خلکو ته دا ښودل کېږي چې که زده کړې هم وکړي، نتیجه به یې هغسې نه وي چې دوی یې تمه لري."

د جمهوري نظام پر مهال نجونو څو ځله د کانکور ازموینې لومړی مقام ګټلی و
د جمهوري نظام پر مهال نجونو څو ځله د کانکور ازموینې لومړی مقام ګټلی و

ښاغلی وردګ ادعا کوي، که د زده کړو بهیر او ارزښت نه ورکول په همدې ډول دوام ومومي، په راتلونکو کلونو کې به د کانکور کې ګډونوال نور هم کم شي.

په سږني کانکور کې د ګډونوالو د کمښت په اړه د طالبانو حکومت د ازموینو د ملي ادارې ویاند نسیم ګل سهار د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

په کانکور کې د ګډونوالو د کمښت په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پوهنتونونو لسګونو استادانو دندې پريښي او بهر ته تللي، همدا ډول د نجونو په زده کړو بندیز لګېدلی او ورسره طالبانو په ډېرو مسلکي بستونو کې خپل کسان ګومارلي دي چې له امله یې د افغانستان تحصیلي سېستم له ګڼو ننګونو سره مخ شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG