د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت: نجونې تر امر ثاني په کانکور کې د ګډون اجازه نه لري


د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د کانکور یوه څنډه
دا د ۲۰۱۹ کال انځور دی.
هغه مهال، چې نجونو د زده کړو او فعالیتونو اجازه لرله
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د کانکور یوه څنډه دا د ۲۰۱۹ کال انځور دی. هغه مهال، چې نجونو د زده کړو او فعالیتونو اجازه لرله

د طالبانو د حکومت، د لوړو زده‌کړو وزارت یوه مقام ازادي راډیو ته تایید کړه، چې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې یو ځل بیا نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

د دغه وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس سلیمان شریفي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې وویل، تر څو چې د نجونو د زده کړو موضوع تر امر ثاني معطل وي، کانکور به یې هم معطل وي.

سره له دې، چې نوموړي په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل، خو له دې وړاندې نن سهار د طالبانو حکومت د ازموینې ملي ادارې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري په کانکور ازموینه کې، یوازې د نارینه محصلانو د جذب مکتوب ورغلی.

دغې ادارې لیکلي : “د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو د جذب مکتوب راغلی دی؛ فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی، چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي، د ازموينو ملي اداره په دې برخه کې کوم مسووليت په غاړه نه‌لري.”

د سرچینې په خبره، د ازموینو ملي اداره د هېواد په کچه د سترو او کوچنيو ډله‌ييزو ازموينو مسووليت پر غاړه لري.

د ازموینو ملي ادارې دا هم لیکلي، چې دوی د اړوندو ادارو له‌خوا د استول شویو مکتبونو له مخې، د ازموینو پروسې مخته وړي.

یو شمېر هغه نجونې چې سږ کال یې د کانکور ازموینې لپاره شېبې شمېرلې د طالبانو د حکومت دغې پرېکړې ناهیلې کړي دي.

د دوی له ډلې د کابل ښار اوسېدونکې مریم وايي، په ډېرو سختو حالاتو کې یې لېسه ولوسته او په ډېرې لېوالتیا د کانکور ازموینې په تمه وه.

نوموړې، چې د طالبانو وروستۍ پرېکړې سخته خفه کړې ازادي راډیو ته وویل: “ما ۱۲ کاله مکتب د دې لپاره وویل، چې یوه ورځ د کانکور امتحان ورکړم، د خپلې خوښې ریشتې ته به کامیابیږم، پوهنتون به وایمه، خلکو ته به خدمت کوم، خو نن مې چې د طالبانو دا تصمیم واورېده چې ښځینه نه‌شي کولای په کانکور کې ګډون وکړي، ناهیلې شوم او خپلې ټولې هیلې مې له لاسه ورکړې.”

د کابل یو شمېر ښځینه زده کوونکې - ارشیف
د کابل یو شمېر ښځینه زده کوونکې - ارشیف

د پروان ولایت اوسېدونکې حسنا صافۍ بیا وايي، د طالبانو دغه پرېکړه کولای شي د هغه نجونو په روح او روان منفي اغېز وکړي چې د پوهنتون ویل یې په ژوند لوی ارمان و.

اغلې صافۍ وايي: “طالبانو په کانکور ازموینه کې د نجونو د کډون مخه ونیوله، زه د یوې افغانې نجلۍ په صفت چې مکتب مې ووایه، ډېر امیدونه مې خپل ژوند ته درلوده، ما په ډېرو ستونزو کې ښوونځی خلاص کړ او خپلې راتلونکې ته هیله‌منده وم خو د دې پرېکړې سره مې هیلې خاورې شوې.”

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د کانکور ازموینه د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په ټول افغانستان کې واخیستل شي.

د دغې ادارې لپاره د طالبانو چارواکو نږدې یوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور ازموینه د روان کال د سرطان په ۲۹ او ۳۰مه اخیستل کېږي.

د يادې ادارې رئیس عبدالباقي حقاني د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې سږنۍ ازموینه په پنځو دورو وېشل شوې ده.

نوموړي ويلي وو، د سږنۍ کانکور ازموینې په لومړنۍ دوره کې یوولس ولایتونه، په دویمه دوره کې دولس ولایتونه، په درېیمه دوره کې لس ولایتونه، په څلورمه دوره کې د کابل ولایت او په پنځمه دوره کې متفرقه ازموینه اخیستل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG