د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ناصري: د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شمېر ۷۰ سلنه کم شوی


ارشیف: په کابل کې د کانکور ازموینې له بهیره یو انځور - Feb 2014 16
ارشیف: په کابل کې د کانکور ازموینې له بهیره یو انځور - Feb 2014 16

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، سږ کال د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر اویا سلنه کم شوی دی.

مصطفی تېر کال د پلازمېنې کابل د یوه ښوونځي له دولسم ټولګي فارغ شوی.

هغه وايي، د اقتصادي ستونزو او د افغانستان د ښې راتلونکې د هیلې د نه درلودلو له امله یې ونه غوښتل چې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي.

نوموړي وویل: "د اقتصادي ستونزو له امله مې ونه شول کولای د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې ګډون وکړم، خو که پوهنتون ته هم لاړ شو راتلونکې مو معلوم نه دی."

دا وايي، پلار یې د ورځې مزدوري کوي او غواړي چې دا هم پوهنتون ته د تګ پر ځای کار وکړي تر څو د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې حل شي.

په همدې حال کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان هم تاييدوي چې د تېرو کلونو په پرتله د محصلانو د جذب په شمېر کې کموالی راغلی او د نارینه زده کوونکو شمېر کمرنګه شوی دی.

په ننګرهار کې د روښان خصوصي پوهنتون رییس فاتح ګل شینواري ازادي راډيو ته وویل: "موږ مخکې د نجونو محصلینو د جذب له اړخه په هر سمستر کې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید درلودل، خو اوس دا شمېر صفر ته راټیټ شوی دی. دغه شان د تېرو کلونو په پرتله د نارینه محصلینو د جذب په شمېر کې ډېر کموالی راغلی دی او لامل یې اقتصادي ستونزې دي."

نوموړی وايي، دوی نږدې اوه سوه نجونې محصلانې یې درلودې چې اوسمهال یې د طالبانو له لوري په زده کړو بندیز لګېدلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، سږ کال د کانکور په ازموینه کې د ګډونوالو په شمېر کې اویا په سلو کې کمښت راغلی دی.

د دې ټولنې ویاند کریم ناصري ازادي راډيو ته وویل: "د کابل په ګډون مو چې په ټول افغانستان کې د کانکور ازموینه درلوده د ګډونوالو په شمېر کې یې نږدې اویا سلنه کموالی راغلی دی. په هر پوهنتون کې چې ازموینه اخیستل شوې له ۳۰ تر ۸۰ محصلینو د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې چې د یو ټولګي د محصلینو شمېر هم نه پوره کوي. دا یوه جدي ستونزه ده او په دې سره پوهنتونونه تړل کېږي."

ناصري وویل چې په تېرو کلونو کې به د کابل د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې تر ۳۵ زره محصلانو ګډون کاوه، خو سږ کال دا شمېر ۷ زره کسانو ته راټیټ شوی دی.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د نجونو په لوړو زده کړو بندیز ولګوه او سږ کال یې په کانکور ازموینه کې د دوی د ګډون مخه هم ونیوله.

که څه هم د طالبانو د حکومت د دغه پرېکړې او پر ښځو د نورو محدودیتونو پر وړاندې پراخه کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارېدل، خو تر دې دمه طالبانو په خپله پرېکړه کې بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG