د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

نېشنل انټرسټ: افغانستان تر ډېره له عمومي حافظې هیر شوی


د کابل ښار پر یوه سړک وسله وال طالبان
د کابل ښار پر یوه سړک وسله وال طالبان

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د کابل په هوایي ډګر کې د دوه کاله مخکې مرګونې حملې یاد ته په پام اړولی.

په دې حمله کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته وشوه، نږدې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا د استازیو جرګې جمهوريپال مشر کیوین مککارټي امر کړی و چې دغو سرتېرو ته د درناوي په پار دې د کانګرس پر ودانۍ بیرغونه نیم ځوړند وي.

مککارټي په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده، لیکلي چې دوه کاله مخکې مو په غمجنه پېښه کې ۱۳ زړور سرتېري له لاسه ورکړل.

دغه برید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د تخلیې په بهیر کې ترسره شو چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستي و.

ورځپاڼې د استازیو جرګې د جمهوریپالې غړې الیزسټیفانیک له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، دغو سرتېرو له افغانستانه د وتلو په مهال چې د دې په خبره یوه تراتیژیدي وه، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ولسمشر بایډن ادارې، له افغانستانه په ګډودۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو مسول پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بللي او ویلي یې دي چې بایډن سخت تر هغو شرایطو لاندې و چې ټرمپ رامنځته کړي وو، هغه چا چې د ولسمشرۍ په دوره کې یې له افغانستانه د وتلو په اړه خبرې ترسره کړې وې.

جوبایډن په یوه اعلامیه کې چې شنبې سپینې ماڼۍ خپره کړې، ویلي چې د ۱۳ امریکایي سرتېرو یاد به د تل لپاره ژوندی وي.

ولسمشر دغه راز ویلي چې متحده ایالات هیڅکله نه شي کولای چې د هغو ۲۴۶۱ پوځیانو سرښندنې چې په افغانستان کې د دولسیزو جګړو په ترڅ کې وژل شوي او د نورو ۲۰ زره او ۷۴۴ ټپیانو قربانۍ جبران کړي.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ مجلې په یوه مطلب کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان وضعیت ته کتنه کړې او تر دې سرلیک لاندې چې د واکمنۍ یې یو بل کار تېر شو، خو په افغانستان کې ډېر لږ پرمختګ شوی، لیکي، په داسې حال کې چې افغانستان تر ډېره له عمومي حافظې هیر شوی، له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کلنه کالیزه د کابل له هوایي ډګر څخه ټکان ورکوونکې صحنې چې ملکي وګړو له دې هېواده د تېښتې هڅې کولې، په یاد راوړي.

د نېشنل انټرسټ په لیکنه، د کابل په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ په منځ کې په یوه تروریستي برید کې دیارلس امریکایي سرتېري ووژل شول.

مجله وړاندې لیکي، د یو شمېر ناراضه کورنیو غړي په دې وروستیو کې واشنګټن ته تللي ترڅو د خپلو پوښتنو لپاره له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو ځوابونه ترلاسه کړي.

د نېشنل انټرسټ په وینا، د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د بایډن د ادارې د اقداماتو په دفاع پر دې خبرې هم اعتراف وکړ چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره اسانه لاره نه وه موجوده، خو د ده په خبره دا په دې معنی نه ده چې پرې عمل کول یې ارزښت نه درلود.

نېشنل انټرسټ لیکي، دغه غمجنه کالیزه د دې فرصت برابروي چې د دغې جګړې او له افغانستانه د وتلو او د امریکا د ګټو په اړه غور وشي.

د نېشنل انټریټ په لیکنه په خواشینۍ سره په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د حکومتولۍ، اقتصادي ودې او امنیت په برخو کې ډېر لږ پرمختګونه شوي دي.

وړاندې په دې مطلب کې راغلي چې د نړیوالو مرستندویه کنفرانسونو او د بسپنه ورکوونکو د میلیاردونو ډالرو بشردوستانه مرستو ژمنو او د مرستو نورو ډولونو چې د خیر ښېګڼې په نیت شوي، د دې ډېر لږ چانس لرلی چې په وضعیت کې د پام وړ بدلون شي او پر دې سربېره هغوی چې د طالبانو اصلاحاتو ته خوشبین وو، هیلې یې په ځلونو د طالبانو سخت دریځو تګلارو له منځه وړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG