د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

" ګورډن براون له هاګ محکمې غوښتي، چې د ښځینه وو پر وړاندې د طالبانو چلند د بشر ضد جنایت په توګه وارزوي"


د طالبانو ځواکونه د ښځینه معترضانو پر وړاندې - ارشیف
د طالبانو ځواکونه د ښځینه معترضانو پر وړاندې - ارشیف

"په افغانستان کې یوه لویه برخه خلک بې وزلۍ ته بیول شوي دي" دا د ژغورنې نړیوالې کمیټې د هغې مقالې سرلیک دی چې پرون پنجشنبه یې خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، افغانستان د نړۍ د هغو درېیو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو زیات په کې بشري وضعیت نازک دی.

د مقاله لیکونکي په باور، افغانستان په ۲۰۲۳م کال کې د ناوړه بشري وضعیت له اړخه له لومړۍ درجې څخه دویمې درجې ته راغلی، هغه هم ځکه چې د مقالې په ټکو د افریقا په ختیځ کې بشري وضعیت ترینګلی شوی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې په راپور کې راغلي، دا مهال د هغوافغانانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۹ اعشاریه دوه میلیونو ته رسیدلی او لیکوال ویلي، دا شمېر د تېر کال پرتله ۶۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

وړاندې لولو، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او اقلیمي بدلون نه یوازې دا چې بنسټونه له منځه وړي، بلکې میلیونونه کسان یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې په خپله مقاله کې د طالبانو هغه فرمان ته اشاره کړې چې له مخې یې په نړیوالو او کورنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو له همدې فرمان وروسته یوشمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې د خېر ښیګڼې چارې ودرولې او ټینګار یې وکړ چې د ښځو له ګډون پرته خپلې چارې مخته نه شي وړلی.

د ښځو پر کار د نړیوالو له ټینګار سره سره طالبانو تراوسه په خپل دریځ کې کوم نرموالی نه دی راوستلی.

" له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، د بشریت ضد جنایت دی" دا د بریتانیا د پخواني صدر اعظم ګورډن براون هغه خبرې دي چې له بي بي سي راډیو فور سره یې په مرکه کې کړي او بریتانوۍ مېرور خپرونې خپرې کړي دي.

په مقاله کې د ښاغلي براون په حواله راغلي، چې هغه د هاګ له نړیوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره دغه موضوع و ارزوي.

د بریتانیا پخوانی صدر اعظم ګورډن براون دا مهال د پوهنې په برخه کې د ملګرو ملتونو استازی دی.

هغه په دې مرکه کې ویلي، د طالبانو مشرانو په افغانستان کې د میلیونونه ښځو او نجونو حقونه نقض کړي او هغوی یې له کار او تعلیمه بې برخې کړي دي.

د طالبانو مسولانو بیا ویلي، حکومت یې د نجونو د تعلیم خلاف نه دی او په خبره یې کله چې شرایط برابر شي، بیرته هغوی ته د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د ښځو او پوهنې فعالان بیا پر طالبانو نیوکه کوي چې ولې د نژدې دو کلونو په تېریدو په دې نه دي بریالي شوي چې د نجونو د تعلیم هغه شرایط رامنځته کړي چې دوی یې غواړي.

XS
SM
MD
LG